دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 143765
ننګرهار کې ۳ پاکستانیان له داعش سره د یوځای کېدو په تور نیول شوي دي

په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۶ تنه کسان د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو سره د تړاو په تور نیول شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د ننګرهار والی ویاند عطا الله خوګیاني وایي، په نیول شویو کسانو کې درې پاکستاني وګړي هم شامل دي.

هغه زیاته کړه چې دغه کسان تیره شپه ناوخته د روداتو ولسوالی له اړون سیمې څخه نیول شوي.

ښاغلي خوګیاني وایي ” روادتو ولسوالۍ کې درې پاکستانیان او درې افغانان چې غوښتل یې داعش لیکو ته ولاړ شي،پولیسو تېره شپه ونیول.”

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونه په یاد ولایت کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه په پیل شوي عملیاتو کې بوخت دي.

سیمه ییز چارواکي په ننګرهار ولایت کې مخکې ویلي و چې د داعش یا اسلامي دولت ډېری جنګیالي پاکستانیان دي خو د لومړی ځل دی چې په افغانستان کې یو ایراني وګړی له داعش وسله والو سره د همکاري په ترو نیول کیږی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0fb8srhbazp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته