دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 105668
په کابل کي د جایدادونو بیې ډېرې لوېدلي
په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو راوروسته او په تېره بیا د داعش د وسله والې ډلې د راټوکیدو د خبرونو له خپریدو وروسته د جایدادونو بیې د پام وړ رالوېدلي دي.
په تیرو دیارلسو کلونو کې په پلازمینه کابل کې د مځکو او کورونو بيې دومره لوړې شوي وې چط د سیمط له هیوادونو سره د پرتلې وړ نه وې.
د کابل ښار په مرکز کې د یوه دوه کوټیز اپارتمان بیه د امریکا او لندن په ښارونو کې د ورته اپارتمان له بیې سره څه نا څه په یوه شان بیه پلورل او پیرودل کیده.
په کابل کي د جايدادونو یوه کارو باري سمندر خان د یکشنبې په ورځ له تاند سره په خبرو كي وويل، خلک اوس پوهیږي چې له ۲۰۱۵ کال وروسته بهرني ځواکونه به په افغانستان کې نه وي او په بهرنیو مرستو کې هم کمی راځي نو له همدې کبله په لوړه بیه کورونه نه اخلي.
هغه زیاتوي: «یو مهال به راسره ډیر لږ کورونه د کرايې او خرڅلاو له پاره ثبت ول، خو اوس دا دی تر پینځه ویشتو پوري راسره ښکلې بنګلې ثبت دي، خو څوک یې هغسي پوښتنه نه کوي، لکه پخوا چي به یې کوله.
د کابل د شیرپور په مېنه کې، چې د ميلیونونو ډالرو په ارزښت کورونه پکې جوړ شوي دي او خلک یې د توپک آباد په نامه پیژني، ډیری کورونه اوس تش دي او د معاملاتو د لارښووني د مسئولینو په وینا بيې یې هم تر دیرش سلنه پورې را لوېدلې دي.

د کابل دوه تنه اوسیدونکي چې په کرایي کور پسې ګرځي وایي، اوس هر څه په امنیتي حالت پوري تړلي دي.
ځیني خلک ویره لري چې بیا به جګړې پیل شي، ځيني نور بیا خپل جایدادونه خرڅوي او نغدې پيسې ساتي. خو ځیني خلکو چې کورونه او اپارتمانونه يې په لوړو بیو اخیستي دي په دې تمه دي چې حالات به سم شي. دوی خپل جایدادونه لوړو بیو ته ساتي.

د کابل یو بل اوسیدونکی وایي: «د کورونو په بیو کې البته په خرڅلاو او رانيولو کي یې کمی راغلی دی. خو کرایې پر خپل حال لوړې پاتې دي.
له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو د پروسې تر اعلانیدو وروسته د افغانستان حکومت هم ویره لري چې ښايي د هغو اقتصادي پروژو په شمير کې کمی راشي چې دمګړۍ پکې په لسګونو زره کسان په کار بوخت دي.
په همدې حال کې د داعش ډلې له را ټوکیدو سره هم ډیر خلک اوس اندیښمن دي چې ښایي دغه ډله سوکه – سوکه د افغانسان ډیرو برخو ته وغځېږي او دا کار به د دوی ژوند سخت اغیزمن کړي.
د داعش ډلې د را ټوکیدو خبرونه تر اوسه د لوګر، فراه، هلمند او زابل څخه تر لاسه شوي دي.
خلک وايي دغه ډله ډیره بې رحمه او هیڅ راز قوانینو ته درناوی نه لري او که چیرته استوګنې سیمو ته لاره پیدا کړي هلته به د عراق او سوریې په شان ناورینونه رامنځ ته کړي.
خود افغانستان امنیتي اداري د داعش ډله ډیره کمزورې او په نشت شمېري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb0sb8wrhbg0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته