دخپریدو نیټه :شنبه ۹ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 107666
افغان ځواکونو د هلمند مهمې ولسوالۍ د طالبانو له حضوره پاکې کړي
افغان امنيتي ځواکونو د هلمند په شمالي ولسواليو کې د ذوالفقار عملیاتو په ترڅ کې د سنګين ولسوالي د طالبانو له منګولو ايستلې ده.
افغان ځواکونو په خپلو لومړي مستقلو عملياتو کې په هلمند ولايت کې د دې ولايت مهمې ولسوالۍ چې له ډېره وخته راهيسې د طالبانو تر کنترول لاندې وې؛ بيرته په خپله ولکه کې کړې.
دا عملیات چې د فبرورۍ د مياشتې له لسمې راهيسې پيل شوي وو؛ د افغانستان د دفاع وزارت د وياند په وينا؛ د دفاع د وزارت د پلان له مخې دوام کوي.
جنرال دولت وزيري وويل، د هلمند عمليات چې د ملي اردو پوځيان او ملي پوليس يې پر مخ وړي؛ په دوو برخو کې وېشل شوي دي. يوه برخه د ذوالفقار په نامه د هلمند په شمال کې په ولسواليو کې وو او نور عمليات د ذوالفقار عملياتو د تقويې په هدف وو:
"د ذوالفقار عملیات د سنګين له ولسوالۍ پيل شوي؛ د سنګين ولسوالۍ ټولې سيمې تصفيه شوي دي. موږ ډېرې وسلې او مهامات له دښمن څخه نيولي دي او دښمن ته ډېر تلفات وراووښتي دي.
د ذوالفقار عملياتو تر څنګ، د دې عملیاتو د توقويې په خاطر په نورو ولايتونو لکه؛ زابل، فراه نيمروز او کندهار کې هم عمليات دوام لري."
د افغانستان د دفاع وزارت وياند وايي چې د ذوالفقار عملیاتو او د تقويې په هدف عملیات یې په ډېر برياليتوب سره پر مخ روان دي.
په افغانستان کې د ناټو او امريکا د وسله والو ځواکونو د عمومي قومندانۍ مرستيال "جنرال کورت فولر" پرون اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي چې دا عمليات د سنګين ولسوالۍ د تصفيې په هدف ډېر بريالي وو او افغان ځواکونو دا ولسوالۍ له مخالفينو څخه پاکه کړې ده.
دغه امریکايي جنرال ويلي چې افغان ځواکونه څلورو اساسي نقاطو ته ننوتل چې طالبانو نه غوښتل له لاسه يې ورکړي. جنرال فولر ويلي، د توقعاتو خلاف، افغان امنيتي ځواکونو ثابته کړه چې په ټولو اشکالو کې د پوليسو، سرحدي ځواکونو، ځانګړو قواوو او استخباراتو په ګډون؛ د خپل تنظیم توان لري.
همداراز د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي جنرال محمد سالم احساس ويلي؛ افغان ځواکونو له دې مخکې چې پر سنګین ولسوالۍ حمله وکړي؛ نادعلي او ګرمسېر ولسوالۍ تصفيه کړي وې.
جنرال احساس ويلي، د دې عملیاتو په پايله کې د ۳۱ قومندانانو په ګډون؛ ۳۸۵ طالب جنګيالي وژل شوي دي.
جنرال دولت وزيري وويل، په ذوالفقار عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د شپږو پوځيانو تلفات رسيدلي دي.
په سنګين او د هلمند په شمال کې په نورو ولسواليو کې عمليات په داسې حال کې دوام لري چې حکومت غواړي د طالبانو له مشرانو سره د سولې مذاکرات پيل کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb0zb80rhbg0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته