د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ملی دفاع وزارت ویاند معاون زیاته کړه چی ددی عملیاتونو په ترڅ کې ۵۰ تنه تروریستان د ۱۳ تنه داعشیانو په شمول وژل سوی دی او ۲۶ تنه نورټپیان او ۱۲ تنه نور تروریستان هم نیول سوی دی.
هغه زیاته کړه، د غزنی ګیروی ولسوالی کې د دولتی ځواکونو چاڼییز او هوایی عملیات په جریان کې، ۱۳ تنه داعشیان د ننګرهار وده بالا چپرهار ولسوالیو کې، ۵ تروریستان د قندوز ولایت چهار دره ولسوالی کې، ۴ تنه تروریستان د لکندو، پهلوان، سید قلعه، ګل آباد او لغمان علینګار ولسوالی کې، ۳ تنه تروریستان د ترینکوت ښار کوه سالګی په سیمه کې، ۳ تروریستان د دای چوپان ولسوالیو کې او ۲ نور د سرپل صیاد ولسوالی کې وژل سوی دی.
جنرال رادمنش وویل چی جلال، داعشی قوماندان د چپرهار په ولسوالی کې او محب الله مشهور په خیبر، طالب قوماندان د علینګار په ولسوالی کې په وژل شویو کې دی. د ملی دفاع وزارت ویاند معاون دا عملیاتونه ګټه مند بللی او وویل تروریستانو دفاعی توان د هیواد امنیتی او دفاعی توان په وړاندی د کمیدو په حال کې دی.