دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 122425
د کرنې، اوبو لګونې او مالدرائ وزی د یوه سفر په لړ کې له خوست ولایت څخه لیدنه وکړه
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزیر ښاغلی اسدالله "ضمیر" د یو کاري سفر په لړ کې د افغانستان جنوب ختیځ ولایت خوست څخه لیدنه وکړه او ددې ترڅنګ یې د بڼوالئ او مالدارئ ملي پروژې "NHLP "دفتر، چې د ابو لګونې، بڼوالئ او مالدرائ پروژې یوه ارزښتناکه څانګه ده پرانیسته، بله خوا یې د خوست اوسیدونکو ته د ۱۳۹۵ لمریز کال په لړ کې د شنو خونو جوړوولو اعلان وکړ.
هغه پروګرام، چې په همدې موخه د خوست ولایت په مقر کې جوړ شوی وو د خوست والي ښاغلي حکم خان "حبیبي"، د ولایتي شورا رئیس، د امنیې قومندان، د ملي امنیت رئیس، ګڼ شمیر عالمانو او ددې ولایت سپین ږیرو او مخورو مشرانو ګډون ګړی وو.
ګډونوالو په دغه ولایت کې دکرنې وزارت له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او کرنې وزیر ته یې ښه راغلاست ووایه او یادونه یې وکړه، چې دا لومړی ځل دی، چې په تیرو ۱۴ کلونو کې د افغانستان د کرنې وزیر له خوست ولایت څخه لیدنه کوي.
د هیواد د کرنې وزیر د خپلو خبرو په لړ کې ګډونوالو ته وویل:( د لوموړي ځل لپاره د بڼوالئ او مالدرائ ملي پروژې په خوست ولایت کې خپل فعالیت پیل کړ او د ۱۳۹۵ کال په لړ کې په پام کې لري، چې سربیره پر مرکز په نادر شاه کوټ، ګربز او اسمعیل خیلو ولسوالیو کې خپل فعالیتونه تر سره کړي.
ددې فعالیت په واسطه به د پسرلني او ژمني کمپاین په لړ کې ۱۰۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شي، ۱۵۰۰ جریبه پخواني بڼونه به بیا وروغول شي، د کرنې او بڼوالی د نویو لارو پيژندلو په موخه به ننداریز بڼونه جوړ شي همدا راز د ددې ولایت د کروندګرو د ملاتړ په موخه ددوی د اړتیا وړ وسایل او سامانونه د کروندګرو په ۵۰ سلنه برخه اخیستلو سره وویشل شي.
په راتلونکی کال کې د کروندګرو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړول، ۲۰ زره کیلو ګرامه کیمیاوي سرې او ۳۰۰۰ کیلو ګرامه د رشقی تخم ویشل د کرنې وزرات د پلان یوه بله برخه ده.
همدا راز په دغه سفر کې د هیواد کرنې وزیر د میلمه کوټ څیړنیز فارم او تاریخي بڼ، چې په ۸۵ جریبه ځمکه کې موقعیت لري پرانیست او په راتلونکي کال کې یې ددې فارم د بیا رغونې په موخه ۱۸ میلیونه افغانی اعلان کړې.
د هیواد کرنې وزیر د فعالیتونو بله برخه، چې د خوست خلکو ته یې اعلان کړه هغه د کرنیزې ټولنې د ودې او کلیو د پراختیا ملاتړې ادراې پروګرام یا " CARD-F" دی.
نوموړې پروژه به د خوست ولایت د شپږو ولسوالیو خلکو ته د کورني چرګانو، د سبزیجاتو تولیداتو او شاتو په برخه کې فعالیت تر سره کړي.
همدا راز د کرنې وزیر په خوست ولایت کې د یوه کال په لړ کې د ۱۰۰ بابه شنو سوداګریزو خونو جوړول، چې په یوه کال کې د ۱.۱۴ میلیونه القاح شویو هګیو وړتیا لرونکي دی، مورني سټاک فارم رغونه، چې په یوه ورځ کې د ۱.۸ میلیونه چرګوړو ایستلو وړتیا لری، د غوښینو چرګانو د فارم رغونه چې په یوه کال کې د ۶۰۰ زره غوښینو چرګانو وړتیا لرونکي دی، ۲۰ غوښینو چرګانو فارمونو رغونه، د ۲۰ دوکانونو په شمېر د ژوندیو او هګی ورکوونکو چرګانود خرڅلاو مارکیت رغونه، د ۱۰ متریک ټنه وړتیا لرونکي د شاتو مچیو د ۱۰۰ فارمونو رغونه، د ۱.۲ میلیونه هګی ورکونکی وړتیا لرونکي د ۲۰۰ د چرګانو کوچنیو فارمونو رغونه، د چرګانو د یوه کلینیک رغول او د ۱۰ متریک ټنه په وړتیا لرلو سره د شاتو د بسته بندی او پروسس کولو فابریکې رغولو خبر ورکړ.
نوموړي همدا راز هیله څرګنده کړه، چې په ۱۳۹۵ کال کې به یادې پروژې په ښه وو لاسته راوړنو سره سرته ورسیږي او فعالیتونه به یې د خوست ولایت ډیرو ولسوالیو ته پراختیا ومومې.
https://avapress.com/vdcb55b8srhb5ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته