دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 114820
سرپل: د کوهستانات ولسوالۍ د قلعه شهرسیمې سقوط کړی دی
سرپل سیمه يیز چارواکي وایي چې د وسله والو طالبانو له لوري د کوهستانات ولسوالۍ د قلعه شهرسیمې سقوط کړی دی.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړي اسداله خرم ازادي راډيو ته وویل، قلعه شهر د دوو سیمه يیزو قومندانانو ترمنځ د پخوانيو اختلافاتو له وجې سقوط کړی.

نوموړي وویل، له دغو قومندانانوڅخه یو حسن نومیږي چې وسله والو طالبانو سره یوځای شوی.

د سرپل چارواکي وایي چې اوس هم د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ په چهارچاه سیمه کې شدیده نښته روانه ده.

دوي خبرداری ورکوي که چېرې دا سیمه د وسله والو تر کنټرول لاندې راشي نو د کوهستاناتو ولسوالۍ به هم سقوط وکړي.

طالبانو بیا ویلي چې په کوهستانات ولسوالۍ کې ګڼ شمېر سیمه ییز پولیس له دوی سره یوځای شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5ab8grhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته