دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 95442
عبدالله: که موافقه نه وای شوې د ده پلویانو نه یوازې پر ارک بلکې په ټولو ولایتونو یرغل کاوه
تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله، چې دوهم پړاو انتخابات یې بایللي و، وايي چې د امریکا په منځګړتوب معاملې افغانستان له کړکېچه وژغوره.
عبدالله د سې شنبې په ورځ اسوشیتیډ پریس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، مخکې تر دې چې دی د کړکېچ د ختمولو لپاره د امریکا په منځګړتوب د رایو د بیا شمېرلو او تفتیش په اړه له خپل سیال سره موافقې ته ورسېږي افغانستان د «خورا جدي خورا جدي» وضعیت په درشل کې و.
ده دا څرګندونې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا د ده ځینو پلویانو غوښتل چې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ ارګ او ځینو دولتي ودانیو حمله وکړي.
تر دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د عبدالله عبدالله د پلویانو او استخباراتي معلوماتو پر اساس ویلي و چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته د عبدالله پلویانو غوښتل چې پر ارګ او لږترلږه پر درو ولایتونو یرغل وکړي او په زور واک ترلاسه کړي.
له عبدالله څخه اسوشیتید پریس خبري اژانس د دې موضوع د جزییاتو د څرګندولو غوښتنه وکړه خو ده ورته وویل:«نه غواړم چې پر جزییاتو او تفصیل وږغېږم- خو دا مسله ډېره جدي وه، ډېر جدي وضعیت و، نه یوازې په کابل کې بلکې په ټول هیواد کې.»
دا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب د شنبې د ورځې په وروستیو کې له اشرف غني احمدزي سره د موافقې له کولو وروسته د عبدالله عبدالله لومړنۍ څرګندونې دي. تر عبدالله مخکې د سې شنبې په ورځ اشرف غني احمدزي هم له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره مفصلې خبرې وکړې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb5ab9.rhbsap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته