دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 100924
افغانستان وویل پاکستان طالبانو ته روزنه واو وسلې ورکوي

افغانستان یو ځل بیا پاکستان دطالبانو ډلې په روزنې او وسلو سمبالولو تورن کړ .
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړ دافغانستان د کورنیو چارو سرپرست عمر داود زي پرون په نوي ډیلي کښې په یوه خبري کانفرنس کې وویل دطالبانو ډلې غړي په ژمي موسم کښې له ډیورینډ کرښې په تیریدا سره په پاکستان کښې خپلو پناه ځایونو ته ورځي او هلته  ته پوځي روزنې کوي او په وسلو سمبالیږي او په سپرلي کښې بیرته افغانستان ته ستنیږي  .
په پاکستان دافغانستان دغه تورونه له دې وروسته لګیږي چې ولسمشر اشرف غني احمد زي د پاکستان او افغانستان ترمینځ د بې اعتمادۍ دفضا دختمیدا او ددواړو هیوادونو په اړیکو کښې دنوي باب د پرانیستل کیدا غوښتنه وکړه .
افغانستان په ځلونو  پاکستان له طالبانو ډلې په ملاتړ تورن کړی دی او په افغانستان کښې  وسله والو ډلو ته داړونده تاوتریخوالو په ختمولو کښې ېې د پاکستان رول مهم بللی دی .
د و یلوده چې دافغانستان طالبانو ډله پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، امریکا، انګلستان او ځینو نورو عربو او اروپاي هیوادونو په ګډه جوړه کړي وه .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb5gb8arhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته