دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 150028
دماغ هره ورځ دوه نیم لیټره اوبو ته اړتیا لري
یوې نوې څېړنې ښودلې چې د انسان دماغ ددې لپاره چې خپل وظایف په سمه توګه ادا کړای شي، هره ورځ د یوه نیم لیټر څخه بیا تر دوه نیم لیټرو اوبو ته اړتیا لري.


په فرانسه کې د دماغ په هکله د څیړنې مرکز ټینګار کړی چې هر څوک باید هغه خواړه ډېر وخوري چې د اوبو اندازه په کښي زیاته وي، لکه کدو، بادرنګ، رومیان او نور.
او زیاته کړې کله چې په بدن کې د اوبو اندازه پوره وي، نو دماغ ته هم په ښه توګه اوبه رسیږي، تر څو خپلې چارې په ښه توګه سرته ورسوي.
که څه هم د افغانستان په څېر هیوادونو کې د فلټر شویو اوبو موندل سخت دي، خو په ځانګړې ډول د اوبو په بوتلونو کې اوبه ساتل او مکرر استخدام یې تاوانونه ډېر لري، ځکه چې د اوبو او غوړیو بوتلونه د یوه ځل استخدام لپاره جوړ شوي وي او بیا استخدام یې د څیړونکو په نظر د صحت لپاره انتهایي خطرناک دی، بلکې د هغوی پر ځای د خاورو څخه جوړ شوي منګي (سړوبي، خړوبي) ډېره ګټه لري کوم چې د اوبو د ټولو ګټو په خوندي کولو، یخولو او همداسي ځانګړې ذایقې او بوی ورکولو کې مرسته کوي.

https://avapress.com/vdcb5gb8wrhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته