دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 97062
۹ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ، ننګرهار ، لغمان ، کندهار ، میدان وردک ، خوست ، پکتیا ، غور او کاپیسا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۹تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۱۴ تنه ټپیان او۹ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۵ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د فاریاب ، هرات او نیمروز ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .
سرچينه : د
https://avapress.com/vdcb5gb9.rhbz0p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته