دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 105929
اشرف غني نوي وزیران پارلمان ته معرفي کوي
د افغانستان د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي ویلي، د ولسمشر محمد اشرف غني د پرېکړې له مخې به د هغو کاندید وزیرانو پر ځای نوي کسان ولسي جرګې ته معرفي شي، چې ددغې جرګې له لوري د دوو تابعیتونو لرلو له کبله رد شوي دي.
تېره اونۍ،‌ د افغانستان ولسي جرګې اعلان وکړ،‌ د هغو اوو کاندید وزیرانو واکونه به ونه ارزوي، چې دوه تابعیته لري.
ښاغلي سالارزي بي بي سي ته وویل، ولسمشر پر دې اند دی چې باید د ولسي جرګې مصوبې ته درناوی وشي،‌ او هغه کاندید وزیران چې دوه تابعیته لري، باید له خپل دویم تابعیت نه تېر شي.
ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو تر معرفي کېدو مخکې په یوې علني غونډې کې وویل، چې د دوه تابعیته نوماند وزیرانو لپاره به د باور له رایو ورکولو ډډه وکړي.
د افغانستان د اساسي قانون په ۷۲ ماده کې راغلي هغه څوک چې د وزیر په توګه ګومارل کېږي، لاندې شرطونه باید پوره کړي:‌ یوازې د افغانستان تابعیت ولري.‌ که چېرې د کوم وزارت نوماند وزیر د بل هېواد تابعیت ولري،‌ ولسي جرګه یې د رد یا تایید حق لري.
ښاغلي سالارزي وویل،‌ د ولسمشر د پرېکړې له مخې به په نویو کاندید وزیرانو کې داسې کسان نه وي چې د ولسي جرګې د وکیلانو له مصوبې سره په ټکر کې وي.
څو ورځې مخکې،‌ د کورنیو چارو وزارت ته نوماند نورالحق علومي، بهرنیو چارو وزارت ته کاندید صلاح الدین رباني، عدلیې وزارت ته نوماند احمد سیر مهجور،‌ کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نوماند سعادت نادري، د نشه يي توکو ضد وزارت ته نوماند فیض الله کاکړ،‌ اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نومانده آی سلطان خیري، او ښارجوړونې وزارت ته نوماند وزیر شاه زمان میوندي د دوو تابعیت لرلو له کبله د کاندید وزیرانو له لسته وایستل شول.
خو د شنبې په ورځ د افغانستان بانک مشرۍ ته کاندید خلیل صدیق هم د دویم تابعیت لرلو له کبله د ولسي جرګې له لوري رد شو.‌
څو ورځې مخکې د ولسي جرګې د فرهنګي چارو کمېټې مشر کمال ناصر اصولي ویلي و، د جرګې د لومړنیو ارزونو له مخې داسې شک پیدا شوی، چې د ملي یووالي حکومت له لوري د کابینې لپاره په معرفي شویو وزیرانو کې ۱۲ یا ۱۳ کسان دوه تابعیتونه لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb5sb89rhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته