دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۵
د مطلب کود : 136718
حاجي زیرک د شهراده سرای د صرافانو ټولنې ویاند:

د افغانستان بانګ او نور خصوصي بانکونه سولیدلي دالر نه اخلي

د افغانستان بانګ او نور خصوصي بانکونه سولیدلي دالر نه اخلي
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویان په ډاګه کړې؛د افغانستان بانکاو نور خصوصي بانکونه له دوی څخه دوه سوه میلیون دالره هغه بانګ نوتونه؛نه اخلي،چې لږ څه سولیدلي غوندې دي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی: د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند حاجي زیرک ويلي؛ له سل میلیون ډېردالر موله مشتریانو اخیستي، خواوس يې خصوصی او دولتي بانکونه نه اخلي.

حاجي زیرک زیاتوي،افغانستان یوازنی هېواد دی،چې دالر په کي له داسې یوېستو نزي سره مخ شوي دي.

نوموړي په بشپړ ټینګار ویلي، چېد افغا نستان بانک باید د دالرو دغه ستونزه حل کړي اویا باید مونږ ته اجازه راکړي،چې په نوروهېوادونو کې دغه ستونزه حل کړو.

افغانستان بانک همویلي،چې داسعارو د ذخایرو لویه برخه زاړه دالر جوړوي، چې امریکایي بانکونه یې له اخیستو ډډه کوي.

ملي صراف امین جان خوستۍ وایي،مونږ ولاړو، چېد افغانستان بانک رییس ته خپله ستونزه ووایو؛ خوهغوي راته وویل،چې زمونږ د اسعارو د ذ خایرو لو یه بر خه زاړه دالر دي، چې دا لو یه ستونزه ده.

داقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان بانک ناکامه او کمزورې رهبرې د ټولو شته ستونزو اصلي لامل بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید قیاس سعیدي وایي،د افغانستان بانک دناکامېرهبرۍ له مخېپه افغانستان کې دالر له داسې ستونزي سره مخ شول،چې د نړۍ په نورو برخه کې داډول ستونزي شتون نه لري.

د افغانستان بانک چارواکو په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.
https://avapress.com/vdcb80b8wrhbfzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته