دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 99691
په خوست ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې څلور کسان وژل شوي دي

نن سهار نهه  بجې د خوست ولایت د تریزیو او علیشیرو په ولسوالۍ کې  پر یو شخصي موټر د امریکايي ډرون الوتکو په واسطه برید شوی، چې په کې څلور کسان وژل شوي دي.
د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې یاد برید د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې شوی دی، چې په دې برید کې څلور کسان وژل شوي او د یو تن وژل شوي کس پیژندګلوي شوې ده.
د پيښې عیني شاهدانو هم مشال راډیو ته د پيښې له ځایه د تلیفون پر لیکه وویل، چې د ډرون الوتکو دا برید د یادې ولسوالۍ ودانۍ ته دوه سوه متره نږدې شوی دی او لیدلو ته يې ګڼ ځايي خلک راغلي دي.
د دوی په وینا په دې برید کې څلور کسان وژل شوي، چې یو تن يې د اسنادو له مخې د خوست ولایت اوسیدونکی دی، خو په وژل شویو کسانو کې د دریو تنو مړي په بشپړ ډول سوځیدلي دي.
د یادونې وړ ده پوره دوې میاشتې مخکې هم د تریزیو ولسوالۍ د سپینې پالې په سیمه کې د وسلوالو پر یو موټر د ډرون برید شوی وو، چې په کې درې وسلوال وژل شوي ول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb80b9.rhb99p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته