دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 132514
د امنیتي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۴۱ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي
امنیتي چارواکی د هلمند په بیلا بیلو سیمو کې هوايي او ځمکني عملیات کړي، چې په ترڅ کې ۴۱ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي دي. دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د هلمند د والي مطبوعاتي دفترنه خپره شوې خبرپاڼه کي راغلی، د دولت وسلوالو مخالفینو ته یاد تلفات د «قهر میوند» عملیاتو په دریمه ورځ رامنځته شوي او یوشمیر یې امنیتي ځواکونو ژوندي نیولي دي. سرچینوزیاتیو، د ناوې ولسوالۍ «عينک» سيمه کې تيره شپه امنيتي ځواکونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې پنځلس تنه وسلوال مخالفين وژل شوي دي. په خبرپانه کي راغلی دی، په همدې حال کې د ګرمسیر ولسوالۍ «تخته پل» سیمه کې د دښمن په دریو اهدافو هوايي بریدونه شوي، چې په ترڅ کې ۱۴ تنه مخالفین وژل شوي دي. سرچینو زیاتیو، د دویمي حوزې اړوند «مهاجرینو» سیمه کې د دوو جلاـ جلا هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالب قومندان «محب» په ګډون ۱۱ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او په «پنجاو» قلا سیمه کې د ملي اردو نښه ویشتونکي د «القاعده» په نوم د طالبانو یو قومندان وژلی دی. خو تراوڅه طالبان په دی آره څه ندی ویلی
https://avapress.com/vdcb85b8arhbfsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته