دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 102715
۴۰ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې زابل، میدان وردک ، کندز ، تخار ، بغلان ، ننګرهار ، نورستان ، لوګر او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۴۰ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۱۵ تنه ټپیان او ۱۱ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، یوه کړۍ ماین چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د پکتیکا ولایت په اړونده سیمی کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb85b8srhbgzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته