دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 141316
د امریکا ځینی لوړپوری چارواکی پرپاکستان باندی د تحریمونو غوښتونکی سو
د امریکا ځینی لوړپوری چارواکی وویل چی د نظامی مرستو لږول، پرپاکستان باندی د تحریمونو وضع کول، او په هغه هیواد کی د هراس افګنانو امن ځالیو لپاره چاره پیدا کونه باید د امریکا نوی راهبردی کی ځای پرځای سی تر څو تاوتریخوالی په افغانستان او سیمه کی ادامه پیدا نه کړی.
د امریکا ځینی نظامی پخوانی مقامات او دیپلوماتان چی په افغانستان کی نظامی او سیاسی ماموریتونه درلودلی دی، د مشترک کارنامی په خپرولو سره، د نیویارک تایمز په ورځپاڼه کی، د دونالد ترامپ څخه غوښتی دی چی په خپلو پلانونو کی د نظامی مرستو لږول او پر پاکستان باندی د تحریمونو وضع کول په نظر کی ونیسی.
ددی مقالی په ځینو برخو کی راغلی دی: په پاکستان کی د هراس افګنانو امن ځایونو ته رسیدګی، سخته مساله دی چی د امریکا نوی راهبردی کی د افغانستان لپاره باید په نظر کی ونیول سی، پرپاکستان باندی د نظامی مرستو لږول او پردی هیواد باندی تحریمونه کولای سی تازه اقدامات د پاکستان په وړاندی وی.
رونالد نیومن، د امریکا پخوانی سفیر په کابل کی، جنرال دیوید پتریوس، په افغانستان کی پخوانۍ امریکایی قوماندان، او ارل انتونی وین، د امریکا سفیر پخوانی معاون په کابل کی په دی مقاله کی د دونالد ترامپ څخه غوښتی دی چی په افغانستان کی څلورو امنیتی، سیاسی، انکشافی او ملی سولی اصلونو ته جدی توجه وکړی.
دا مقامات لیکلی دی: د افغانستان امنیتی ځواکونه د تلفاتو په زغملو سره، نفوسو څخه ډک ښارونه ساتلی دی، خو د دووکالو څخه، طالبان توانیدلی دی چی په دی هیواد کی ډیری سیمی ونیسی. په دی اساس، لازم دی تر څو امنیتی ځواکونه د هره برخی څخه پیاوړۍ سی.
ددی مقالی په بل سیاسی برخی کی راغلی دی چی اشرف غنی د اداری فساد سره مبارزی په برخه کی، ښه عمل کوی. خو د کابل عمده مشکلات، د ولسمشر غنی او اجرایی رییس عبدالله عبدالله ترمنځ اختلاف عنوان سوی دی او دا امریکایی نظامیان، تازه حل لاره د واشنګتن سره په مشوره کی د افغانستان د سیاسی روند اصلاحاتو کی میانجیګری کی وینی.
رایان کراکر، په کابل کی د امریکا پخوانی سفیر، پر طالبانو باندی فشار او په افغانستان کی لوړ مدته مرستی د واشنګتن لپاره ضروری وبلل: باید په پراخه توګه په افغانستان کی د ثبات او امنیت د راوستلو لپاره ددی حکومت سره کار صورت ونیسی.
په دی سره، دا امریکایی پخوانی مقامات وایی د سولی د خبرو اترو په روند کی په افغانستان کی، باید سیمه ایز هیوادونو نقش لکه روسیی او چین او ایران نقش نادیده ونه نیول سی.
https://avapress.com/vdcb88b80rhbafp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې