دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 109114
د نیالګیو کینول د چاپیریال د سمسورتیا لامل ګرځي
دغه ټکی د میدان ورګو سرپرست والي د ځوان غږ ټولنې لخوا په میدان ښار کې د سلګونه نیالګیو د کینولو په مراسمو کې وکړ.
په دغه مراسمو کې چې نن (یکشنبه) ترسره شول او په کې د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او ځوانانو ګډون کړی وو،د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل د نیالګیو کینولو له امله چاپیریال سمسورتیا پیدا کوي .
ده زیاته کړه،د دغه سمسورتیا په موخه د چارواکو او مدني ټولنو سربیره باید د کورنۍ هر وګړی برخه واخلي او پخپلو کورونو او څېرمه سیمو کې د چاپیریال د ښکلا په موخه نیالګي کینوی .
هغه همدا راز سپارښتنه وکړه،چې د نیالګیو کینولو ترڅنګ ستره دنده د هغوی ساتنه ده او په دغه برخه کې هم باید هر وګړی خپله دنده ترسره کړي.
د ځوان غږ ټولنې مشر خواجه محمد زیار وویل د نیالګیو کینولو څخه یې په ټولنه کې د نیالګیو کینولو لړۍ پیل کول دي او خلکو ته له دغه لارې پیغام ورکو،چې باید پخپلو سیمو کې نیالګي کینوي .
ده زیاته کړه،نن یې شاوخوا زر مېوه لرونکې او غېرې میوه لرونکې ونې د مسؤلینو سره په همغږۍ د میدان ښار په مهمو سیمو کې کېنولې.
د میدانښار ښاروالۍ سرپرست نظیراحمد همت وویل له دوی سره ګڼ شمېر ټولنو ژمنې کړي،چې سږني پسرلني موسم کې به شاخوا ۵ زره نیالګي د دغه ولایت په مرکز کې کینوي .
ده زیاته کړه،تر دې دمه د ځوان دریځ،میدان اولس پيوستون او ځوان غږ ټولنو لخوا دوی ته نیالګي په واک کې ورکړل شوي خو ټاکل شوې یو شمېر نور یې په نږدې راتلوونکې کې دوی ته وسپاري .
ټاکل شوې سږ کال د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې شاوخوا دېرش زره بېلابېلې ونې کنیول شي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb89b8arhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته