دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 89971
اشرف غني: د انتخاباتو کمیسیون د معلوماتو په شریکولو کې جانبدارانه چلند کوي
افغانستان د جمهوري ریاست یوه کاندید اشرف غني احمدزي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د معلوماتو په شریکولو کې په پلوۍ تورن کړ.
که څه هم ښاغلي احمدزي ونه ویل چې؛ د انتخاباتو کمیسیون د چا پلوي کوي؛ خو ویې ویل چې، د معلوماتو په شریکولو کې جانبدارانه چلند کوي.
ده همدراز د انتخاباتو د کمیسیون په هغې اصطلاح چې قسمي رایې یې پاکې وبللې انتقاد وکړ او ویې ویل چې، د ابتدايي نتایجو له اعلان وروسته چې کله شکونه او شکایتونه ختمیږي دا رایې پاکې بللی شو.
له بلې خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښاغلي احمدزي دا نیوکه چې دا کمیسیون د معلوماتو په شریکولو کې پلوي کوي رد کړه.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستان تېره ورځ د دوهم دور قسمي نتایجو د اعلان په مهال وویل چې؛ دا د ټولو رایو نږدې پنځوس فیصده پاکې رایې جوړوي.
په قسمي نتایجو کې ډاکټر عبدالله په ۴۴ اعشاریه ۴ فیصدو لومړی مقام لري او ورپسې بیا ښاغلی احمدزی په دوهم ځای کې دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb89bw.rhb9zp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته