دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 114811
۳۸ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په فاریاب، ارزګان، لوګر، غزنی، پکتیا ، هرات او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۳۸ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول او ۴۲ تنه ټپیان شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، ۵ کړۍ ماینونه چې د افغانستان دښمنانو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د جوزجان او کندهار ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .

د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8ab88rhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته