دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 114910
د لښکر جهنګوي ډلې بنسټګر ملک اسحاق وژل شوى
د پاکستان په پنجاب ايالت کې امنيتي چارواکي وايي چې د چهارشنبې په ورځ سهارد دې ايالت په مظفرګړ سیمه کې د پولیسو د عملیاتو پرمهال د (لشکر جهنګوي) په نامه د يوې پاکستانۍ ترورېستي ډلې پخوانی مشرملک اسحاق له خپلو ۱۴ ملګرو سره يوځاى ووژل شو.

پاکستاني رسنۍ د پنجاب ايالت د ترورېزم ضد ادارې د امنيتي چارواکيو په حواله ويلي، دغه عملیات د پنجاب ايالت مظفرګړ نومې سيمې ته نژدې شوي چې په نتيجه کې د ممنوع ګرځول شوې لشکرجهنګوي ډلې پخوانى مشرملک اسحاق له خپلو دوو زامنو سره يوځاى ووژل شو.

د پولیسو په وینا، د وژل شویو کسانو مړي د سيمې نژدې روغتون ته لېږدول شوي او زياتوي چې په دغه نښته کې ٦ پوليس هم ټپيان شوي چې د ٢ دوو روغتيايي حالت په کې مرګونى دى.

پوليسو رسنيو ته ويلي چې د پنجاب د ترورېزم ضد ادارې امنيتي ځواکونو په ملتان کې ملک اسحاق له خپلو دوو زامنو سره يوځاى د جولايي په ٢٥مه نېټه نيولى و او تر تحقيقاتو وروسته يې د ورکړل شويو معلوماتو پراساس د وسلې ترلاسه کولو لپاره هغوى له ځان سره مظفرګړ ته لېږدول چې هلته پرې وسله والو د ملک اسحاق د ازادولو لپاره ناتاره حمله وکړه.

د چارواکيو په وينا، په دغه نښته کې د وژل شوي ١٠ ترورېستان د تحريک طالبان پاکستان او القاعدې شبکې غړي ول چې د ملک اسحاق د ازادولو په موخه يې پرې په درنو او سپکو وسله حمله وکړه.

پرملک اسحاق په پاکستان کې د مذهبي تاوتريخوالي اورته لمن وهلو، د شیعه ګانو او نوروکسانو د وژلو ډېر تورونه ول چې څه کم۱۵ کال یې په زندان کې تېرکړل.

که څه هم هغه په ٢٠١١م کال کې له زندانه خوشې شوى و، خو ترخوشې کېدو وروسته هم يې هم د پوليسو تر څارلاندې ژوند تېراوه.

د پنجاب د کورنيوچارو ايالتي وزيرشجاع خانزاده له اسوشيټېډ پريس خبري اژانس سره په خبروکې ملک اسحاق په پاکستان کې د ((ويرې او ترهې سمبول)) بللى او زياته کړې يې ده چې نوموړى په ډېرو ترورېستي پېښو کې ککړ و، خو د ثبوتونو د نشتوالي له امله به هرځل له زندانه خوشې کېده.

ملک اسحاق لومړى د ممنوع ګرځول شوې ((سپاه صحابه)) ډلې غړی و، خو وروسته يې په دې ډلې کې د اختلافتو له امله پر ١٩٩٦م کال د (تنظیم لشکرجهنګوي) په نامه يوه بله ډله جوړه کړه چې په ٢٠٠١میلادي کال کې د پرويزمشرف په مشرۍ د پاکستان پوځي حکومت دا ډله هم ممنوع وګرځوله او پر فعاليتونو يې ورته بنديز ولګاوه.

ويل کېږي چې لشکرجهنګوي ډلې د تحريک طالبان پاکستان او همدا رازله القاعدې شبکې سره نژدې اړيکې لرل او په پاکستان او نورو هېوادونو کې به يې ترورېستي فعاليتونو په ګډه تنظيمول.

پرملک اسحاق په پاکستان کې د شعيه ګانو پر وژلو سربېره په ٢٠٠٩میلادي کال کې په لاهورکې د سريلانکا د کرکټ پرملي لوبډلې د بريد تور هم پورې و چې په نتيجه کې د پوليسو په ګډون ٧ کسان وژل شوي ول.

د يادونې وړده چې پر پاکستان سربېره د امريکا متحده ايالاتو هم پر ۲۰۰۳ کال د ملک اسحاق لشکر جهنګوي ډله یوه ترورېستي ډله وبلله او دا يې د نړېوالو ترهګرو په تورلېست کې شامله کړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8ab8grhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته