د ولايتي شورا ځايي چارواکي وايي، د ارزګان په پوهنيز بهير کې ګڼې ستونزې موجودې دي او دغلته د نجونو يوازې يوه لېسه فعاله ده.د ولايتي شورا مشر عبدالکريم خادمزی او د دغه شورا غړی ظاهر خان وايي، د دغه ولايت په ډېری سيمو کې ښوونځي هم تړل شوي دي.
د ولايتي شورا مشر وايي، ارزګان کې داسې ولسوالۍ هم شته چې هيڅ ښوونځی نه لري.
هغه وايي، دغلته ښوونځيو ته د نجونو تلل يو پېغور ګرځېدلی دی.
د ترينکوټ د نجونې د لېسې زده کوونکې بيا وايي، هر اړخيزې ستونزې د دې لامل شوي دي چې نجونې ښوونځيو ته له تګ راوګرځوي.دوی هم وايي، د پېغورونو له امله ښوونځي ته نه شي تللی.
بل پلو ارزګان والي محمد نذير خروټی وايي، هڅه کوي چې په ښوونځيو کې د ښځينه زده کوونکو پر ډېرېدو کار وکړي.هغه وايي، مشورتي بورډ يې جوړ کړی او غواړي ارزګان کې د پوهنې وضعيت سم کړي.
د ارزګان په ټول تشکيل کې ۳۱۷ بابه ښوونځي شته چې ۷۱ زره تنه نارينه او ښځينه زده کوونکې پکې په زده کړو بوخت دي چې ۹۵۰۰ تنې يې ښځې دي.