دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 126197
سويل : واليانو له ملګرو متلونو څخه د ستونزو حل وغوښت ؛ خو هغوی ناهيلي ځوابونه وويل .
د سويلي ولايتونو واليانو نن په کندهار کي د ملګرو ملتونو پنځه ويشتو ادارو ته د خپلو ولايتونو ستونزي بيان او ترې وغوښتل چي د حل دپاره يې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه مرسته وکړي .
د سويلي ولايتونو واليانو نن په کندهار کي د ملګرو ملتونو پنځه ويشتو ادارو ته د خپلو ولايتونو ستونزي بيان او ترې وغوښتل چي د حل دپاره يې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه مرسته وکړي .
ستونزي تر ډيره په ناامنۍ کي وي او د کابو کولو دپاره يې د ملګرو ملتونو د توجه او مرستو غوښتنه زياته وه ، خو د ملګرو ملتونو د افغانستان د څانګي مرستيال ناهيلي ځوابونه وويل .
ناامني ، ناسمه حکومتداري ، د پوهني ټيټ کيفي ، بيارغوني ته اړتيا ، پرمختيايي پروژې او د لويو لارو جوړيدو د کندهار ، زابل ، ارزګان او هلمند ولايتونو ګډي ستونزي وي . .
د کندهار ، زابل ، ارزګان او هلمند ولايتونو واليانو په هره برخه کي خپلي اړتياوي بيان او د ملګرو ملتونو د ادارو څخه يې وغوښتل ، چي په يادو برخو کي بشپړي مرستي وکړي .
خو د ملګرو ملتونو د مرکزې اداري ځوابونه ناهيلي وه ، په افغانستان کي د ملګرونو ملتونو د خاص استازي مرستيال مارک بوډن وويل ، چي په لويو پروژو کي امکانات نه لري او د دوی ډيره توجه بشري مرستو ته ده .
( موږ نه سو کولای چي ستري پروژې تر سره کړو ، تاسو د دې مرستو دپاره د نړيوال بانک او يو شمير نورو مرستندويو ادارو سره تماس ونيسی ، په کومو ځايونو کي چي بشري مرستو ته اړتيا وي موږ کولای سو ، د بې ځايه سويو کسانو مرستي او په جګړو کي د ټپيانو سره مرسته ده ، موږ کولای سو چي په دې برخو کي امکانات ډير کړو . )
ارزګان ، زابل او هلمند د نورو ټولنيزو ستونزو تر څنګ زياتي امنتي ننګوني هم لري ، چي چارواکي يې د کابو کولو دپاره له نړيوالي ټولني مرستي او همکارۍ اړيني بولي ، خو د کندهار د ولايتي ادارې ډير تمرګر د شته امنتي ننګونو پر ليري کولو او د ښې حکومتدارۍ په برخه کي د نورو اړتياوو پر پوره کولو دی ، ذکر سوي ولايتونه اقتصادي پراختيا هم غواړي .
https://avapress.com/vdcb90b8zrhb58p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته