دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 146997
جنرال دوستم: د افغانستان ژغورلو ائتلاف مو د نظام دننی حلقاتو کږو پښو سیده کولو لپاره رامنځته کړی دی
د ریاست جمهوری لمړۍ معاون پرون وویل چی موږ د افغانستان ژغورنی ائتلاف په نظام کی د حلقاتو کږو پښو د سمولو لپاره رامنځته کړی دی ترڅو هغه حکومت چی ستاسو خوږ ژوند په قیمت مو جوړ کړی دی، مستحکم او پایداره کړو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سترجنرال عبدالرشید دوستم د ولسمشر لمړۍ معاون پرون ماسپښین وروسته د فاریاب امنیتی ناسته کی د فاریاب ولایت والی، امنیه قوماندان، ملی امنیت مشر، ملی اردو لوای قومندان او خلګو خیزش قومندانانو په شتون، د تلیفون له لاری ګډون وکړ.

ښاغلی دوستم د جلسه غړو شکایاتو او مشکلاتو اوریدو وروسته، په فاریاب کی ټول شته ځواکونه وحدت او همبستګی او د دشمنانو به وړاندی متحد کیدو ته راوغوښت.

د ریاست جمهوری لمړۍ معاون په فاریاب کی ټول امنیتی ځواکونو ته هدایت ورکړ چی د امر محمد همایون فوزی د فاریاب ولایت والی تر امر لاندی د ولایت دفاع او امنیت تامین لپاره سره متحد سی.

ښاغلی دوستم د جلسه ګډون کوونکو ته په خطاب کی وویل چی ځینی داخلی او خارجی دشمنان هڅی کوی چی داعش او طالبانو ته روحیه ورکړی او په رسنیو کی دا دروغ خبره خپور کړی چی ګویا د افغانستان ژغورلو لپاره د عالی ائتلاف شورا رامنځته کیدنه د ملی وحدت حکومت د کمزوری کولو لپاره دی.

هغه وویل: زه هغوی ته وایم چی موږ دا ائتلاف د نظام دننی حلقو کږو پښو سیده کولو لپاره منځته راوړی دی.

شاغلی دوستم زیاته کړه چی تاسو د هیواد سیاسی جریاناتو څخه پوهه لری، اوس د ناسالم رقابتونو وخت نه دی، ځکه چی دشمن مو د کور دروازی شا ته رسیدلی دی او زه تاسو ته هدایت ورکوم چی هیڅ تفرقه آمیزه خبره ونه منی او د خپل نوامیس، اراضی او هیواد بیرق دفاع لپاره ملا وتړۍ او دا څو تنه چی تاسو د طالب او داعش په نامه باندی ګواښوی، هر وخت تښتیدلو ته متوجه دی ترڅو د جنګ ډګر پریږدی.

https://avapress.com/vdcb90b8zrhba9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته