دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 88639
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د امنیت د نشتون له امله اندیښنه څرګندوي
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د خپلو کار کوونکو د امنیت د نشتون له امله اندیښنه څرګندوي.
د دې کمیسون د دارلاانشاه مرستیال ولید اکبر نن خبریالانو ته وویل، که چېرې د دوي د کارکوونکو امنیت خوندي نه شي نو د انتخاباتو شفافیت هم تر پوښتنې لاندې راځي.
نوموړي همدا رنګه وویل، چې دا مهال د جمهوري ریاست او ولایتې شوراګانو د کاندیدانو په اړه څه باندې درې زره شکایتونه ثبت شوي دي.
خو امنیتي ارګانونه ډاډ ورکوي، چې د انتخاباتو د کارکوونکو د امنیت لپاره پوره چمتووالی لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb90bw.rhbwfp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته