دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 112192
د خلم په ولسوالۍ کې د خواجه برهان پول چې ۱۶ کلي د ولسوالۍ د مرکز سره نښلوي پرانیستل شو
پرون د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د خواجه برهان په کلي کې یو نوی پول پرانیستل شو چې ۱۶ کلي د ولسوالۍ د مرکز سره نښلوي. اوس کلیوال په چټکۍ او خوندي توګه روغتیایي مرکزونو، ښوونځیو، بازارونو او اداري مراجعو ته لاسرسۍ پیدا کوي. د نوموړي پله د ودانولو ټول لګښت چې ۱۶،۸ میلیونو افغانیو ته رسېږي د المان د حکومت له خوا تمویل شو.
نوموړی پول چې ۲۶ متره اوږدوالى لري د کانکریت څخه جوړ شوی دی. څرنګه چې د خلم ولسوال ښاغلي سید ابرار هاشمې د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، "پخوا د خواجه برهان ته نږدې د کلیو اوسیدونکو د ولسوالۍ مرکز ته ډیر لږ یا هیڅ لاسرسۍ نه درلود. دا پول هغوی ته د دې امکان ورکوي چې هم د ولسوالۍ مرکز ته ورسېږي او هم د بلخ ولایت نورو سیمو ته په آسانۍ سره ولاړ شي. ناروغان اوس کولای شي د روغتیاي څارنې څخه ګټه واخلي، زده کوونکي کولای شي ښوونځیو ته ولاړشي او بزګران خپل تولیدونه په محلي بازار کې وپلوري. په عمومي توګه، دغه پول کولای شي د کلیوالو او ښار یانو د ژوندانه د شرایطو په ښه کولو کې مرسته وکړي."
نوموړی پول د بلخ د ولایت د مقام د سکتوري خدمتونو د رئیس ښاغلي ذبیح اله اختري، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ښاغلي انجینیر عبدالبصیر عیني، د خلم ولسوال ښاغلي سید ابرار هاشمي، د بلخ ولایت د اقتصاد د ریاست مرستیال ښاغلي غلام رباني دستګیر او د بلخ د ولایتي شورا غړي ښاغلي صالح محمد مرادي له خوا په رسمي توګه پرانستل شو. په بلخ کې د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) کمیشنر ښاغلي فلوریان سمیتمانس د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام په استازیتوب هم په نوموړو مراسمو کې ګډون کړی وو.
د خواجه برهان د پله د ودانولو پریکړه د بلخ ولایت د پراختیایي کمیټې (PDC) له خوا شوې وه. دغه پروژه د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا د ریاست له خوا د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا (RCD) د پروګرام په مالي او تخنیکي مرسته چې د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) له خوا تمویلیږي پلې شوه.
نوموړی پروګرام د افغان-المان د پراختیاي همکاریو د یوې برخې په توګه د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH ادارې له خوا پلۍ کیږي. پورتنۍ پروګرام د افغانستان په شپږو شمالی ولایتونو کې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د افغانی پارتنرو د پراختیایی لومړیتوبونو په پلی کولو کې مرسته کوي او د دولت ملکي کارکوونکو لپاره روزنیز کورسونه او د لارښودنې پروګرامونه جوړوي. ددغه پروګرام موخه د هغه د کار د پراخې ساحې په پاملرنې سره داده چې په پراختیایي لړیو باندې افغاني مالکیت اوچت کړي، د افغانستان دولتی ادارې مظبوطې کړي، شفافیت او د خلکو برخې اخیستنې ته وده ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb95b85rhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته