دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 152792
هغه بیګانه چی د حضور حق لری، د نظر شکاره کولو حق هم لری!
ځینی نمایندګان د بریتانیا سفیر اظهاراتو په وړاندی نیوکی سره د دیورند خط په اړه، ټینګار وکړ چی هیڅ یو بیګانه د هیواد ملی مسایلو په اړه د اظهار نظر حق نه لری. ځینی نور نمایندګان د بریتانیا سفیر اظهارات په کابل کی په عمومی ناسته کی د هیواد په داخلی چارو کی غیری مسوولانه لاس وهنه وبلل. هغوی ددی خط په اړه وویل چی دددی خط په اړه اظهار نظر یواځی د افغانستان خلګو حق دی او هیڅ بیګانه په اړه یی اظهار نظر حق نه لری. لکه څنګه چی شاهد یو چی څو ورځی مخکی د بریتانیا سفیر، په کابل کی د افغانستان جاری مسائل او پاکستانی دولتمردانو سیاست او افغانستان خلګو او دولت او هغوی اړیکو په اړه د طالبانو سره، خبری کړی وو. یو د هغه څیزونو څخه چی بریتانیا سفیر په اړه یی خبری کړی وو، د دیورند فرضی خط موضوع دی؛ هغه خط چی تحمیلی قرارداد وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو نزاع باندی بدل سوی دی او هر وخت په اړه یی خبری کیږی. خو اوس داچی د بریتانیا سفیر اوس او په خاصو شرایطو کی د دیورند خط په اړه هغه هم د یو بین المللی رسمی خط په حیث خبری کوی، د پوهانو په باور ددی ترشا دوه خبری سته. لمړۍ انګیزه او دلیل همغه امتیاز دی چی انګلستان او البته د امریکایانو سره په تبانکی د پاکستان دولت ته غواړی ورکړی او همدارنګه امریکا او اروپا طرحو او نقشو عملی کورو لپاره په سیمه کی دا ترسره کوی. دوهم دلیل، د بریتانیا تفرقه اچونه د پاکستان او افغانستان په منځ کی هغه هم په حساس او خاص مرحله کی دی او دا تفرقه منځته راوړنه د افغانستان په قضیه کی هر وخت کیدلای سی اغیزمنده وی. د پوهانو په باور، د دیورند په اړه خبری ډیر جدی او ثمربخشه موضوع نه سی کیدلای؛ ځکه چی د بریتانیا سفیر په شان کسان که په دی اړه مثبت نظر او یا هم منفی نظر ولری او که هغه د افغانستان په ګټه تمام کړی او یا هم د پاکستان په ګټه، د قضیی په اصل کی پاکستانیانو مالکیت خبره نړۍ کی خلګو ته رسوی، او هر ډول اعتراضونه او پارلمان نمایندګانو جنجالونه نه سی کولای کوم څه کی بدلون راولی. داسی په نظر رسیږی چی د خلګو نمایندګان د ملت په کور کی هغه هم ځینی وخت حضور سره هر وخت چی زړه یی وغوښت د خلګو په کور کی حاضریږی او په دی بی میئولیتی سره خپل کاری وجدان نه شتون نمایش ته ږدی، مخکی له دی چی د بریتانیا سفیر اظهاراتو په وړاند نیوکی وکړی، خپل هیواد کی غرب بلوک څو کلن درانده نظامی حضور تر څیړنی لاندی ونیسی* هغه حضور چی بیله کوم شکه د ټولو شته مشکلاتو اصلی عامل دی. سیاسی سلیم فکر دا حکم کوی چی که ملت نمایندګان او یا هم هر شخص او یا ګوند چی افغانستان او یا هم دا خط په وړاندی ملی او میهنی دغدغی لری، مخکی د ټولو څخه باید همدا اوسنۍ سره خطوطو او حساس خطوطو په اړه چی په افغانستان کی لګدمال کیږی، لازم غبرګون وښیی. په حقیقت کی دا ډیر سست او کودکانه او حتی منافقانه کار دی چی په هیواد کی د غرب مخرب حضور پیامدونه نادیده ونیسی او راسی د بریتانیا خبرو په وړاندی غبرګون وښیی هغه هم یو تاریخی او سوځیدلی پیښی په وړاندی.!
https://avapress.com/vdcb95b85rhbszp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته