دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 131399
افغانستان؛ د مهاجرت چالشونه او فرصتونه
اشرف غنی؛ رییس جمهور وایی چی کیدای سی په راتلونکی کال کی یو میلیون مهاجر خپل هیواد ته بیرته وګرځی.

اشرف غنی؛ رییس جمهور وایی چی کیدای سی په راتلونکی کال کی یو میلیون مهاجر خپل هیواد ته بیرته وګرځی.
ښاغلی غنی داداری هیات او دملی شورا د روسا کمیسیونونو سره په کتنه کی وویل چی هر ورځ تقریبآ ۶۵۰۰ تنه مهاجر د پاکستان او ایران څخه په داوطلبانه ډول هیواد ته ګرځی چی کیدای سی په راتلونکی کال کی تعداد یی د یو میلیون څخه ډیر سی.
هغه وویل چی په اروپایی هیوادو کی دمهاجرینو د زیاتوالی په وجه هغوی د مختلفو فشارو لاندی ژوند تیروی او امکان لری چی د افغان مهاجرینو څخه ځینی بیرته وګرځی.
اشرف غنی ویلی دی چی حکومت یو تیم ته وظیفه ورکړی دی چی د اروپا داتحادیی سره دخبرو دلاری، د مهاجرت دبین المللی قوانینو په مطابقت د ددوجانبه مرستو زمینه دمهاجرینو لپاره برابره کړی.
هغه اضافه کړه: پاکستان د مهاجرینو څخه پر افغانستان باندی دیو سیاسی فشار په حیث استفاده کوی، خو افغان مهاجرین زموږ دوجود یو برخه دی او موږ به ددوی دحقوقو دحفاظت لپاره تلاش وکړو.
دا په داسی حال کی دی چی د اجتماعی مسایلو ډیر پوهان دا عقیده لری چی مهاجرت بیله دی چی د زرهاوو افغان مهاجرینو ژوند اخیستی دی، په اجتماعی او فرهنګی ابعادو کی هم مهاجرینو ته زیان درلودلی دی.
د خپل فرهنګ څخه لیری کیدل، اجتماعی زیانونه، په غربت کی ژوند او مرګ، دکار څخه دمحرومیت بحرانونه، تعلیم، اقامت او دهغه جانبی دروند تبعات، فقر، او دډیر کوچنیانو تریخ سرنوشت چی په بل وطن کی نړی ته راځی او دخپل مورنی ځمکی څخه په بل کی ځای کی رشد کوی، لوی کیږی او بلوغ ته رسیږی بیله دی چی د بی هویتی پر تریخ احساس، غربت، هجرت، افغان غږ خبری آژانسرګی او بی وطنی او دهغه پر عواقبو باندی غلبه وکړی، ځینی چالشونه او مسایل سته چی د مهاجرت په نامه شکل نیسی او تولد پیدا کوی.
دا زیانونه د مهاجرت د زیانونو څخه دی چی دهغه مخرب آثار، ځینی وختونه د عمر تر پای پوری، دمیلیونونو مهاجرانو پر ژوند باندی سیوری اچوی.
په دی حساب سره، د ناظران په عقیده، دا تصور چی مهاجران، د جنګ وهلو هیوادو لکه افغانستان څخه بهتر ژوند لری، یو انحرافی فکر دی چی ځینی وختونه د دولتونو دسیاسی نهادونو پواسطه په هغه باندی لاس وهل کیږی.
په دی وصف سره، د ځینو پوهانو په نظر، دا یواځی د حاکمو نهادونو دلاسه نه دی. هغوی په ځینو مواردو کی مهاجران دهغوی دمورنی ځمکی څخه بیلوی او په همدی دلیل دوی ته دی بیګانه او دخارج څخه دوارداتو په شکل ګوری؛ هغه نظر چی د راګرځیدلو افغانانو مهاجرو په سیاسی او اجتماعی ژوند کی لیدل کیږی.
حکومت په دا برخه کی انعطاف نه منونکی، متصلبانه، وچ او خشن عمل کوی چی فرهنګی تفاوتونه د هجرت دکلو څخه او دهغوی لیری والی دوطن څخه او د میلمه جامعی څخه تاثیر هم نه اخلی او هغه د هیواد دنرم مهاجر منونکی قدرت په حساب تهدیدوی!
بنا پردی، تحلیلګران وایی چی په دا شرایطو کی، اوس نړی د یو بی سابقه لرونکی مهاجری موجونو سره مخ سوی دی، بشر ددی لپاره دمعقولو، مناسبو او دایمی لارو دپیداکولو په لټه کی دی.
نو دهمدی لپاره دی چی د پناهندګی اعطا سلهاوو زرو خلګو ته چی اوس په اروپا کی ژوند تیروی نه سی کولای مشکل حل کړی. همداسی چی د افغانی مهاجرینو دوتلو دنیټی تمدیدول هم نه سی کولای چی یو دایمی دحل لاره حساب سی. نو ددی ریشی سره د برخورد په وجه په نهایت کی امید سته په اصلی هیوادو کی امنیت او دژوند غوښتنی برابر سی. او دا د علیل او فاسد مریض او بی کفایته سیاسی سیستمو داصلاح بغیر په هغه هیوادو لکه افغانستان کی او هم بغیر له دی چی غربی هیوادونه دمهاجرو د هیوادو دداخلی چارو په مداخله کی لاس وانخلی امکان نه لری.
دی کار ته په توجه سره، دولت باید د میلیونونو مهاجرو د بیرته ګرځیدنی لپاره یو پراخ برنامه تر لاس لاندی ونیسی؛ هغه برنامه چی لومړی دبیرته ګرځیدونکی اولیه او ثانویه چالشونو ته نظر وکړی او له بله طرفه، هغوی ته دیو لوی ځواک او علمی او فرهنګی انرژیو په حیث دیو بل فرصت لپاره وګوری.

https://avapress.com/vdcb98b89rhbffp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته