د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړه کاندیدانو ترمنځ نن یوځل بیا په کابل کې د امریکا د سفیر په منځګړیتوب خبرې پیل شوي دي.
د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم یوه ویاند طاهر زهیر ازادي راډیو ته وویل، چې دغه خبرې شااوخوا لس نیمې بجې د امریکا په سفارت کې پيل شوي او نتیجه به یې وروسته معلومه شي.
دغه غونډه په داسې حال کې کیږي، چې د دواړو کاندیدانو د وړمې ورځې خبرو کومه نتیجه ورنه کړه.
له دې وړاندې د عبدالله عبدالله استازو ویلي وو، چې د مخالفت اصلي ټکی د انتخاباتو د نتیجې د اعلان بڼه او د واک پنځوس پنځوس فیصده ویش دی.
د عبدالله عبدالله استازو تراوسه د کاندیدانو د نننۍ لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)