دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۵۵
د مطلب کود : 134693
طالبانو په میدان وردکو کې یوزده‎کړیال په دار وځړوه
د افغان غږ خبری آژانس آژانس له مخی: میدان وردکو ځايي چارواکي وايي چې دغه زده کړیال فیض الرحمن رحماني نومېده د چک ولسوالۍ وه چې له کابل څخه نوموړي ولایت ته ستون شوی وه او د طالبانو له خوا د جاسوسۍ په تور اعدام کړل شو.
دغه پېښه د جمعې په ورځ د چک په ولسوالۍ کې شوې ده.
چارواکو ویلي چې رحماني د کابل د پولي تخنیک د انجینرۍ پوهنځۍ د څلورم کال زده کړیال وه.
په همدې حال کې یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو یو قومندان میرویس وژل شوی او طالبانو ویلي دي چې دغه کار یې د خپل قومندان په غبرګون کې کړی دی.
سرچینې ویلي چې طالبانو رحماني یې د خپل قومندان په وژلو کې پر همکارۍ تورن کړی دی.
https://avapress.com/vdcb9ab8frhbf0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته