دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 114398
جمهور رئیس غني په بغلان کې ځانمرګی برید او په پکتیکا کې چاودنه په سختو ټکو وغندله
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار په یو جومات کې ځانمرګی برید او د پکتیکا ولایت د یحی خېلو ولسوالۍ بازار کې چاودنه چې یو شمېر لمونځ کوونکي او ملکي وګړي په کې ټپیان شول، په سختو ټکو وغندله.

جمهور رئیس غني وویل، په جوماتونو او د مسلمانانو په سپېڅلو ځایونو برید او د بې ګناه خلکو وینې تویول د اسلام مقدس دین سره ښکاره دښمني ده.

محمداشرف غني زیاته کړه، د دښمنانو دغه ډول بریدونه دا په ډاګه کوي، چې د افغانستان د خلکو دښمنان هیڅ دین او قانون ته پابند نه دي.

د هېواد جمهور رئیس د یادو پېښو ټپیانو ته د خدای تعالی له دربار څخه د بشپړې روغتیا هیله وکړه
https://avapress.com/vdcb9ab8wrhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته