دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 103994
جرمن سفير: جرمني به په افغانستان کې خپل فعاليت ته دوام ورکړي

په پاکستان کې د جرمني سفير "سايرل نن" Cyrill Nunn په کوټه کې د يوې پرمختيايي پروژې په غونډه کې ويلي؛ چې هېواد يې غواړي په افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. وايي افغانستان او پاکستان به و هڅوي، چې تر خپل منځ ښې دوامداره اړيکې ولري. په غونډه کې د پاکستان د سيفران وزير ويلي، چې که پر خپل وخت افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو غم ونه خوړل شي، نو دا به پاکستان ته سرخوږى جوړ کړي.
د ترقي فاونډېشن په نامه يوې موسسې د بلوچستان په ږوب سيمه کې د اوبو د خوندي کولو او د کرهنې په برخه کې د جرمني په مرسته يوه پروژه پيل کړه چې پرانيسته يې د پاکستان لپاره د جرمني سفير ډاکټر سايرل نن وکړه. ښاغلي سايرل غونډې ته په وينا کې وويل، چې بلوچستان د خپل موقعيت له پلوه ډېر مهم ايالت دى او دوى به پکې د ودې او پرمختګ په برخه کې د نورو پروژو مرسته هم وکړي:
"که له پاکستان سره زموږ د اړيکو په تناظر کې د بلوچستان موقعيت ته وکتل شي، دا ډېر مهم ايالت دى، دا ځکه چې موږ غواړو په پاکستان او افغانستان کې د يوه تعهد له مخې د دغو دواړو هېوادونو يوه بل ته د را نيژدې کولو هڅو ته دوام ورکړو، موږ پوهېږو چې بې ثباته او ناکرار افغانستان د پاکستان په تاوان دى، خو ورسره په دې باور يو، چې يو پرمختللى پاکستان د خپل څنګلوري افغانستان په ګټه دى"
ښاغلي سايرل نن وويل په پاکستان کې د فعاليت مقصد يې د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور د فضا جوړول دي، وايي په ږوب سيمه کې د پرمختيايي پروژې مرسته هم د جرمني هېواد د هغو هڅو يوه برخه ده، چې غواړي د افغانستان غوندې په پاکستان کې هم د ځايي خلکو او هم د افغان کډوالو د ژوند د ښه کولو لپاره کار وکړي. د ښاغلي سايرل د خبرو تمرکز تر ډېره افغانستان وو او ويې ويل چې هېواد به يې افغانستان يواځې پرېنږدي او په راتلونکي کال کې به هم ورسره خپلو مرستو ته دوام ورکړي:
"جرمني حکومت به په افغانستان کې خپل فعاليت ته دوام ورکړي، موږ افغانستان يواځې نه پرېږدو، موږ به په ١٦- ٢٠١٥م کلونو کې د تېرو کلونو غوندې مرستو ته دوام ورکړو او نه يواځې د افغان پوليسو او سرتېرو، بلکې د ملکي ادارو د مامورينو د روزنې لپاره به هم کار وکړو. موږ دا کار ولې کوو؟ ځکه موږ غواړو، چې که افغانستان پخپلو پښو و درېږي، نو پر پاکستان به يې هم مثبت اغېز وي او موږ غربي نړۍ ته به يې هم ګټه وي او دا د دې سبب کېداى شي چې پاکستان په راتلونکي کې يو باثباته او پرمختللى هېواد و اوسي"
په غونډه کې د پاکستان د سرحدونو او کډوالو د چارو وزير تقاعد جنرال عبدالقادر بلوڅ هم ګډون کړى وو، ده وويل په اتيايمه ميلادي لسيزه کې چې امريکا او غربي نړۍ په افغانستان او پاکستان کې د مذهبي افراطيت زړي کرلي، اوس يې بايد د له منځه وړلو لپاره هم مرسته وکړي، که نه وي د ترهګرۍ اور به نه يواځې سيمه، بلکې ټوله نړۍ به وسوځوي:
"موږ په دې مذهبي افراطيت خوشاله نه يو، چې زموږ په هېواد کې روان دى، موږ په ترهګرۍ کې تر دېرش زره زيات خلک لاسه ورکړي او تر لس زره زياته سرتېري مو پکې قرباني کړي دي، موږ نه پوهېږو چې زموږ د هېواد راتلونکى به څه وي، ځکه موږ تر اوسه نه يو توانېدلي، چې ترهګري په بشپړه توګه وځپو، خو په افغانستان او پاکستان کې نويو حکومتونو يوه هيله پيدا کړې، د نوازشريف حکومت په حقيقت کې نه غواړي، چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، موږ او افغانانو اوس دا وړتيا تر لاسه کړي، چې يوه بل ته لاس ورکړو او ترهګر و ځپو"
غونډې ته د وينا په مهال د پاکستان د سرحدونو او د کډوالو د چارو وزير عبدالقادر بلوڅ د جرمني هېواد مننه وکړه، چې په پاکستان کې په پرمختيايي پروژو کې مالي مرسته کوي، خو وايي غربي نړۍ بايد د پاکستان په هغو سيمو کې د بيارغونې په کارونو کې لا زياتې مرستې وکړي، چې د افغان کډوالو د مېشتېدو له امله اغېزمنې شوې دي.
عبدالقادر بلوڅ وويل داسې نه ښکاري، چې د ٢٠١٥م کال تر پايه دي ټول افغان کډوال افغانستان ته ستانه شي، نو که په پاکستان کې د دوى د ژوند د ښه کولو په برخه کې نړيواله ټولنه مرسته ونه کړي، هسې نه چې ځايي خلک له افغان کډوالو په تنګ شي او له حکومته په زوره د دوى د ايستلو غوښتنه وکړي:
"موږ به دوى پخپلو خوښه خپل هېواد ته ستنوو، موږ نه غواړو دوى پسې واخلو، خو زه اندېښمن يم، ځکه موږ خپلو خلکو ته ويلي چې د ٢٠١٥م کال د ديسمبر له يودېرشمه وروسته به افغان کډوال دلته نه وي، خو په افغانستان کې چې اقتصادي ودې بهير په کوم رفتار روان دى، زه فکر نه کوم چې دوى دي په دې موده کې ستانه شي، نو زه وېرېږم ځکه زموږ خلک- چې د افغان کډوالو له پينځه دېرش کلن کوربتوبه ستړي شوي- نور زغم نه لري، هسې نه د دوى خواخوږي ورسره ختمه شي او له پاکستانه شړلو ته يې ملا وتړي، دا به ډېره بده خبره وه"
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ يا يو اين ايچ سي آر د شمېر له مخې په پاکستان کې دا مهال ١.٦ ميليونه افغان کډوال پاته دي، خو د سرحدونو او کډوالو د چارو وزير عبدالقادر بلوڅ وويل، په پاکستان کې اوس هم درې ميليونه افغان کډوال ژوند کوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb9fb8arhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته