دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 96379
افغانستان ته د بریتانیا د عسکرو د بیا رالېږلو امکان
د بريتانيا د پوځ يوه جګپوړي چارواکي وويل، که افغانستان ته د طالبانو او القاعده له لوري بيا خطر پېښ شو، بريتانيا به بيا افغانستان ته ځواکونه ولېږي.
بريتانيا له افغانستانه نيمايي پوځيان ايستلي او په پام کې لري چې؛ د روان کال تر پايه ټول محارب سرتېري وباسي.
د دغه هيواد لوي درستيز جنرال سر پيټر وال پرون له ډيلي ټيلګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل؛ که افغانستان بيا د تروريستو ډلو په ځالې بدل شو، بريتانيايي پوځيان ممکن بېرته افغانستان ته لاړ شي.
ده په عين حال کې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتيا او توان باور څرګند کړ او ويې ويل چې، افغان ځواکونو د دوو انتخاباتو د امنيت په ساتلو کې خپله وړتيا ثابته کړه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb9fb9.rhb0zp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته