دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 108791
په کابل کې نن د ټاپي پروژې د کار پر پیلیدو خبرې کیږي
تمه ده چې نن پنجشنبه په کابل کې د څلورو هېوادو د پترولیم وزیران پردې خبرې وکړي چې د ټاپي پروژه د یوه کنسورسیوم له لارې یوه شرکت ته وسپاري څو کار پرې پیل شي.
په دې غونډه کې به د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د پترولیم وزیران برخه واخلي او د پترولیم او ګازو په برخه کې به د دغو هېوادو یو شمېر نور جګپوړي چارواکي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
ترغونډې مخکې ترکمنستان د فرانسې له توتال شرکت سره لومړنۍ خبرې کړي دي او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا چې د نننۍ غونډې په جوړیدو کې مرستندوی دی، ترکمن چارواکي له توتال کمپنۍ سره په بنیادي برخو کې موافقې ته رسیدلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له ۲۰۰۵ کال راپه دې خوا چې د ټاپي د پروژې پرسرخبرې روانې دي دا تربل هر وخت د دې پروژې د پیلیدو په برخه کې لوی پرمختګ دی.
د افغانستان د کانونو او پترولیم د وزارت ویاند رفیع صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د ترکمنستان د پترولیم وزیر به په نننۍ غونډه کې له توتال کمپنۍ سره د شویو خبرو په اړه معلومات وړاندې کړي:«په دې غونډه کې به چې ترکمنستان کومې مقدماتي خبرې د فرانسې له توتال کمپنۍ سره لرلې پرهغه رڼا واچوي.
توتال غواړي چې د دې پروژې د کنسرسیوم مشري وکړي او دوه نور شرکتونه هم غواړي چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي. نو نن به د تاپي مشرتابه هیات ته د توتال کمپنۍ په اړه راپور وړاندې شي ترڅو پریکړه وشي چې کومه کمپنۍ د دې جوګه کیدای شي.»
د ټاپي په پروژې کې د رُستک په نوم روسۍ کمپنۍ او د چین د پایپ لاین په نوم کمپنۍ هم علاقمندي ښکاره کړې ده.
که چیرته د ټاپي پروژې د کار پر پیلیدو موافقه وشي نو تر ۲۰۱۸ کال پورې به له ترکمنستان څخه تر هند پورې ۱۷۰۰ کیلومتره پايپ لاین تیر شي چې هره ورځ به نوي میلیونه متر مکعب ګاز هند او پاکستان او ۱۴ میلیونه متر مکعب ګاز به افغانستان ته صادریږي.
د ټاپي د پروژې له درکه ویل کیږي چې هر کال به افغانستان د ترانزیت له درکه شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي او په زرګونو افغانانو ته به په دې پروژه کې د کار زمینه برابره شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb9wb88rhbgzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته