دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 98719
افغان حکومت د پاکستان له خوا په ګډه پوله د خندقونو د کیندلو موضوع څيړي

افغان ولسمشر حامد کرزي د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د وروستيو خندقونو د ايستلو په موخه يو حقيقت موندونکى پلاوى په دنده ګومارلى دى.
د روان کال د غويي مياشتې په وروستيو کې افغان حکومت ويلي و، چې د پاکستان سرحدي ځواکونه د افغانستان، پاکستان او ناټو تر منځ د درې اړخيز هوکړه ليک پر خلاف هڅه کوي، چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې ژورې او حفرونه وکېندي، خو د هېواد د سرحدي پوليسو له غبرګون سره مخ شوي دي.
خو پرون يو شمېر رسنيو داسې راپورونه خپاره کړه، چې پاکستاني پوځيانو د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د خندق د کېندنې کارونه پيل کړي او ويلي يې و، چې دغه خندقونه د ترهګرو او قاچاق وړونکو د تګ راتګ د مخې نيولو لپاره کېندي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند د دفتر له لوري په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر د يادې موضوع د څېړلو په موخه د کورنيو چارو وزارت د مرستيال په مشرۍ، د بهرنيو چارو، ملي دفاع، سرحدونو او قبايلو وزارتونو د مرستيالانو په غړيتوب له اړوندو تخنيکي ټيمونو سره يو ځاى يو پلاوى په دنده ګومارلى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پلاوي ته دنده سپارل شوېڼ چې تاريخي او موثقو شواهدو او اسنادو ته په پام سره د خندقونو موقعيت مطالعه او وڅېړي او خپل نظر د لسو ورځو په ترڅ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.
د ويلو ده، چې د دغه خندق د کار پر پېلولو د بلوچستان ايالت يو شمېر پښتون پالو سياستوالو او سوداګرو سخت غبرګون څرګند کړى دى.
ځينو رسنیو ویلي پاکستان د خندق ایستل د کندهار له چارواکو سره په مشوره پيل کړی.

سرچينه : دصدیا افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb9zb9.rhbw8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته