دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 106144
په پکیتا ولایت کې د حقانی ترهګری ډلی پورې اړوند د ۱۵۰۰۰ کیلوګرامه آمونیم کلوراید ډوله توکو کشفیدل!
د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د ترهګریزو کړنو پر وړاندې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۰۰۰ کیلوګرامه آمونیم کلوراید (کیمیاوی مواد چې د چاودیدونکو مواد په جوړونه ورڅخه کار اخیستل کیږي) د وړو(آرد) په ۳۰۰ –
۵۰ کیلويي بوریو کې د حقانی ترهګری ډلي په ډیره ماهرانه توګه ځای پر ځای او د یو عراده ده سلند ډوله موټر په واسطه د حقانی ترهګرو ډلو ته د ورانکارو کړنو ، د ځانمرګو واسکټونو او ماین جوړونې په موخه پکتیا ولایت ته رالیږدول، له نیکه مرغه خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه د پکتیا ولایت له اړوندو سیمو څخه کشف او ترلاسه شول.
د پیښي په اړوند یو تن په نوم د محمد داود د حکمران زوی هم نیول شوی دی، نیول شوی کس د څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف کړی دی.
د یادو موادو کشف او تر لاسه کول په هیواد کې د یوې تل پاتي سولې او ثبات د ټنګښت او زمونږ د مظلو ولس د سولې او ثبات د دښمنانو د ناوړو کړنو په مخنیوي کې د ملی امنیت لوی ریاست د ویښو او با شهامته منسوبینو د نه ستړی کیدونکو هلو ځلو څرګندوي کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcba0b8arhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته