دخپریدو نیټه :شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 136943
امریکا د افغانستان د ۳۲ زره خیالي سرتېرو لګښت بند کړ
په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ مأموریت وايي چې پنټاګون له دې وروسته یوازې د هغو افغان سرتېرو معاشونه به ورکړي چې د بایومتریک په سیستم کې شتون لري.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی : د امریکا متحده ایالتو د افغانستان په ملي پوځ کې د څه باندې ۳۰ زره خیالي سرتېرو لګښت بند کړ.

په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ مأموریت وايي چې پنټاګون له دې وروسته یوازې د هغو افغان سرتېرو معاشونه به ورکړي چې د بایومتریک په سیستم کې شتون لري.

د امریکا پوځ وايي چې دغه اقدام په امنیتي بنسټونو کې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره یوه هڅه ده. د ناټو د پرېکنده ملاتړ مأموریت د درستیز مرستیال تورن جنرال ریچارډ کایسر وايي:«لومړی ګام دادی هغه سرتېري چې لرئ، وپېژنئ. دویم دا چې هغوی په دندو کې حاضر دي که نه.»

د حکومت ځواب

خو د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي چې د پرېکنده ماموریت مسؤولانو تر اوسه په دې اړه دوی ته څه نه دي ویلي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:«موږ د بایومټریک بهیر تر ۱۲ زهره تنو پورې چې پاتې دي، دوام ورکړی؛تراوسه د هغوی په منځ کې خیالي سرتېري نشته.»

د کال ۱۱ مېلیارده افغانۍ چېرته ځي؟

د ملي دفاع وزارت د شمېرو پر بنسټ، چې د ملي پوځ د هر سرتېري ورځنی لګښت له زرو افغانیو ډېر دی. نو له دې حساب سره د ۳۰ زرو سرتېرو حساب په یوه کال کې، کابو ۱۱ مېلیارده افغانۍ کېږي خو دا پیسې په تېرو لسو کلونو کې چېرته تللي دي؟

د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي کمېسیون غړي نادر بلوچ وویل:«مسؤولانو او هغو کسانو چې تراوسه یې د افغانستان د خلکو او د افغانستان له وړیا څخه ډګ پوځ په حق کې جفا کړې او دغه پیسې یې خپل جېب ته اچولي او له هغه څخه یې ناوړه استفاده کړې،باید عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.»

د طالبانو لاسته د افغان امنیتي ځواکونو د وسلو او مهماتو لوېدل، تر اوسه هم یوه جدي اندېښنه بلل کېږي.څه موده وړاندې د امریکامتحده ایالاتونو ځانګړي استازي ویلي وو چې افغان سرتېري خپلې وسلې په طالبانو پلوري.

د پوځي چارو کارپوه محسن مختار وايي:«هغه سرتېري چې شتون‎ ونه‎لري،چا ته معاش ورکوي.د دغو سرتېرو معاشونه د هغو کسانو جېبونو ته ځي چې تشکیلات یې جوړ کړي دي.»

د افغانستان د دولتي ځواکونو شمېر ۳۵۲ زرو ته رسېږي. له دې ۱۹۵ زره ځواکونه د ملي اردو دي چې ۳۲ زرو ځواکونو له کمولو وروسته د دغو ځواکونو شمېر ۱۴۳ زرو ته رسېږي.
https://avapress.com/vdcba0b8frhbf9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته