دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 116945
د روسیې پارلمان تاييد کړه چې پوتین ته اجازه ورکړي څو سوريې ته ځواکونه واستوي
د ولاديميرپوټين د ادارې مشر سرګي ايوانوف له رایو اخيستلو وروسته وويل چې د شورا د رايي مانا حتماً دا نه ده چې د روسيې مځکني ځواکونه به د سوريې په جګړه کې برخه اخلي. بلکه د ده په وينا، د تاييد رايي د دغه هېواد د هوايي ځواک کارولو په اړه وې.

روسيه په سوریه کې خپل پوځي حضور زياتول غواړي او د دغه هېواد د ولسمشربشارالاسد ملاتړکوي.

حکومتي ځواکونه له تيرو څلورو کلونو راهيسي له اسلامي دولت سخت دريځو او لويديځ پلوه ياغيانو سره په جګړه بوخت دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcba0b8srhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته