دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 141541
بلوچستان کې ماين چاودنې ۴ ملېشه سرتېري وژلي او ۳ يې ټپيان کړي

د ملېشه ځواکونو ايالتي وياند خان واسع رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې ملېشه سرتېري په څو موټرو کې د کېچ ضلعې د مند سيمې په ګواک نومې ځاى کې راروان وو چې مخکې له مخکې ورته خښ کړل شوى ماين د ريموټ کنټرول په وسيله وچاودېد او په نتيجه کې يې څلور ملېشه سرتېري ووژل شول او درې نور په‎کې ټپيان شول.

د ملېشه ځواکونو وياند وايي، په چاودنه کې ټپي سرتېري سمدستي په هليکوپټر کې د تربت ښارګوټي روغتون ته يووړل شول چې وايي حالت‌يې له خطرې وتلى دى.

چاودنې د ملېشه سرتېرو موټر ته هم په بشپړه توګه زيان اړولى دى.

د مکران ډېوېژن کمېشنر بشير احمد بنګلزي بيا رسنيو ته ويلي چې په چاودنه کې يو بل لاروى هم وژل شوى چې وايي، د پېښې په وخت کې په خپل موټر کې د ملېشه ځواکونو له قافلې سره پر څنګ روان وو.

د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناءالله زيهري دا چاودنه په کلکه غندلې او خپلو امنيتي ادارو ته‌يې امر کړى چې په سيمه کې د ترهګرو د له‎منځه وړلو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

د دې چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې نه‌دى منلې، خو د ملېشه ځواکونو وياند يې په خبرپاڼه کې مسؤليت پر يوه ناقانونه وسله‎وال سازمان بلوچستان لېبرېشن فرنټ باندې وراچولى دی.

دغه سازمان د ايران پولې ته نېږدې په تربت، کېچ، اواران او پنجګور سيمو کې فعال دى او د بلوچستان د بشپړې خپلواکۍ لپاره اکثر پر پاکستاني سرتېرو او تأسيساتو د حملو مسؤليت پر غاړه اخلي.

 

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba8b88rhbasp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته