دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 131245
د ډاکتر نجیب الله د اعدام شلمه کلیزه
نجیب الله د ۱۹۹۲ کال د آپریل په میاشت کې د ملګرو ملتونو د سولې د پروګرام په بنسټ له واک څخه شا ته شو

له نن څخه شل کاله وړاندې په همدې ورځ طالبان کابل ته راننوتل او دغه ښار یې د پخوانیو مجاهدینو د وتلي قوماندان احمد شاه مسعود له وسله والو ونیو.

طالبانو کابل ته د ننوتلو لږ وروسته د افغانستان پخوانی واکمن ډاکټر نجیب الله او د هغه ځوان ورور شاپور احمدزی د ملګروملتونو د سیاسي دفتر له ودانۍ راوایستل او ارګ سره نږدې د اریانا په څلورلارې کې په دار وځړول.

نن په کابل کې د افغانستان د دغه پخواني واکمن د وژل کیدو د شلم تلین په مناسبت یوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د خلق د پخواني دیموکراتیک ګوند یو شمیر مشرانو او چارواکو برخه اخیستې وه.

د غونډې یوشمیر برخه والو په نوېیمه لیسزه کې افغانستان ته د سولې په راستنولو کې د پخواني جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله د هڅو یادونه وکړه او د پخوانیو مجاهدینو د ډلو مشران یې د نجیب الله د سولې او پخلاینې د پروګرام سره په نه همکارۍ ګرم وبلل.

د نجیب الله د واکمنۍ پر وخت د قومونو او قبایلو د چارو پخواني وزیر سلیمان لایق دې غونډې ته وویل، چې دې پخپله هم د ډاکټر نجیب الله په غوښتنه د پخوانیو مجاهدینو د یو شمیر ډلو سره د سولې په هکله د افغانستان بهر او په ځانګړي ډول په عراق کې د دغه هیواد د پخواني واکمن صدام حسین د واکمنۍ پر وخت د فلسطین د پخواني مشر یاسر عرفات په منځګړیتوب خبرې کړې وې.

سلیمان لایق وویل " کله چې مونږ مذاکرې ته کښناستو او ده زمونږ وساطت وکړ (یاسر عرفات) هغه زه تائید کړم د نجیب د نماینده په حیث اوس هم هغه خلک ژوندي دي کریاب صاحب ژوندی دی، غیرت صاحب ژوندی دی چې ماسره یې په بغداد کې مذاکرات کول ".

ښاغلي لایق وویل چې ډاکټر نجیب الله په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره خپلو وسله والو مخالفانو سره د سولې په پخلاینې په صورت کې هغوی ته ډیر امتیازات هم ورکول، خو هغه وویل چې اوس هماغه خلک پرته له امتیازاتو اوسني حکومت سره سوله کوي.

ښاغلي لایق وویل " هغه د سولې لپاره ډیره مبارزه وکړه، دا زه چې دلته تاسو ته ولاړ یم او غږیږم دا د هغه د اعتماد د هغه د باور او د خپلو سنجشونو له برکته وو، ما شخصآ د سولې په مزاکراتو کې له دې حزب اسلامي ګوند سره له دې جمعیت اسلامي سره د ملا صاحب نبي پارټۍ او د ټولو هغو سره صحبتونه کړي دي، نجیب دغو قوتونو ته اوس هغه وفات شوی دی، دومره امتیازات قایل شو، چې هغوی نه منله اوس په شرمیندګۍ راځي ".

د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر ډلې د ډاکټر نجیب الله د رژیم سره خبرې نه ردوي، خو وایي، چې ډاکتر نجیب الله د هغوی سره ائتلافي حکومت جوړول غوښتل، چې هغه وخت شرایط د خلق دیموکراتیک ګوند سره ګډ حکومت جوړیدلو ته چمتو نه وو.

د پخوانیو مجاهدینو یو چارواکي چې په دغسې خبرو کې برخه لرله د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ډاکټر نجیب الله موقتي حکومت جوړیدلو او د موقتي حکومت تر څارنې لاندې ټاکنو ترسره کیدلو ته چمتو نه وو او یوازې په اتئلافي حکومت یې ټینګار کوه.

ډاکټر نجیب الله په ۱۹۹۲ کال د آپریل په میاشت کې د ملګرو ملتونو د سولې د پروګرام په پایله کې له واک څخه لاس په سر شو، خو دا پروګرام د پخوانیو مجاهدینو اود افغانستان د خلک ډیموکراتیک ګونډ د ځینو پخوانیو چارواکو د اتئلاف په پایله کې ناکام شو او ډاکټر نجیب الله چې غوښتل یې له افغانستان څخه ووځي د جنرال عبدالرشید دوستم ملیشه ځواکونو یې مخه ونیوه چې له امله یې هغه د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر ته پناه یوړه او په ۱۹۹۶ کال د سپامبر په ۲۶ طالبانو له همغه ځایه راوویست او د خپل ورور سره یې په دار وځړوه.

د نجیب الله په حکومت د ملکي هوایي چلند پخوانی وزیر ډاکټر ودیر صافي امریکا غږ ته وویل، چې د ډاکټر نجیب الله د سولې پلان د کورنیو بهرنیو کړیو د یوې توطیې په پایله کې شنډ شو.

ښاغلي صافي وویل " د جبلسراج په معاهده کې په اخیر کال کې د نجیب د ګوند ټول ګروپونه یوځای شول پرته د هغو خلقیانو چې دده په څنګ کې پاتې شول، هغوی قدرت هم نه درلوده د شاه نواز تڼي کودتا دده روابط د خلقیانو سره هم شلولي وو ".

ودیر صافی وایي ډاکټر نجیب الله چې د خلق دیموکراتیک ګوند د وطن ګوند ته واړوه د ګوند په دننه کې یو مشیر هغو چارواکو چې خپل امتیازات یې له لاسه ورکړل د هغه په وړاندې مخالفتونه پیل کړل چې له امله یې خلق دیموکراتیک ګوند په څو ډلو وویشل شو او د ډاکټر نجیب الله د رژیم د ړنګیدو امکانات یې برابر کړل.

https://avapress.com/vdcba8b8srhbf5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته