دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 97134
کندهار: د سولې له بهیر سره یوځای شوی طالب قومندان وژل شوی دی
په کندهار کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان چې د سولې له بهیرسره يوځاى شوى و، وژل شوی دی.
د کندهارولايت د مطبوعاتي دفترسرپرست دواخان مينه پال ازادۍ راډیو ته وویل، د ملا تور جان په نوم د طالبانو پخوانی قوماندان پرون ماښام د کندهارښار د لومړۍ ناحيې اړوند د زاړه قول اردو په سيمه کې په ډزو وژل شوی دى.
ملا تورجان دوه کاله مخکې په کندهار کې د سولې له بهیرسره يوځاى شوى و. د دې برید مسووليت وسله والو طالبانو منلی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcba8b9.rhbzfp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته