دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۰۰:۰۰
د مطلب کود : 89944
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د قسمي نتایجو دویمه برخه اعلان کړه
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخابو د قسیمي نتایجو دویمه برخه نن د یکشنبې په مازیګر اعلان کړه.
د دې کمیسیون مشر محمد یوسف نورستاني په یوې خبري ناسته کې وویل؛ چې عبدالله عبدالله تر ټولې زیاتې یعنې ۴۴،۴ سلنه، اشرف غني احمدزي ۳۳،۲ سلنه، زلمي رسول ۱۰،۴ سلنه، عبدرب الرسول سیاف ۷ سنله، قطب الدین هلال ۲،۷ سلنه، محمد شفیق ګل اغا شېرزی ۱،۶ سلنه، داوود سلطان زوی ۰،۵ سلنه او هدایت امین ارسلا ۰،۲ سلنه رایې خپلې کړي دي.
ښاغلي نورستاني وويل، چې دا د ټولو رایو ۴۹،۶۷ سلنه رایې چې درې میلیونه څلور لکه شپږ پنځوس زره او نهه سوه لس رایې کیږي دوی شمېرلي او ټولې پاکې رایې دي.
https://avapress.com/vdcba9bw.rhb9ap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته