دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 113245
ترکیه ، اسرائیل او امریکا په عراق او سوریې کښې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي .
دسوریې لومړي وزیر وویل ترکیه ، اسرائیل او امریکا په عراق او سوریې کښې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي .
دسوریې لومړي وزیر وائل الحلقي پرون په دمشق کښې د عراق د اوبو دسرچینو له وزیر محسن الشمري سره په کتنې کښې وویل په عراق او سوریې کښې ترهګر د امریکا، ترکیې ، صهیونیسټ رژيم او ځینو نورو عربو رژیمونو لخوا چې په سیمه کښې د دوې دسیاستونو مجریان دي مالي او پوځي ملاتړ لري .
دسوریې لومړي وزیر په ترهګرو ډلو د عراق او سوریې د ملتونو په بریالیتوب ډاډ سره وویل ددواړو هیوادونو ترمینځ ورورګلویزې اړیکې دې ته ضرورت لري چې دعراق او سوریې ترمینځ دسیاسي ، اقتصادي او تجارتي ملګرتیاو سویه زیاته شي .
دعراق د اوبو د سرچینو وزیر محسن الشمري هم په دې خبرې سره چې بغداد له سوریې سره ددوه اړخیزه ملګرتیاو دزمینو دزیاتیدا غوښتونکی دی ټینګار وکړ سوریه او عراق دترهګرو په وړاندې په یوه(۱) سنګر کښې ولاړ دي او دحکومتي کمیټیو فعالول ، او دتجارتي او اقتصادي ملګرتیاو زیاتول ددواړو هیوادونو لپاره اهمیت لري .
په سوریې او عراق کښې جنګونه سعودي عربستان، ترکیې، قطر، متحده عربي اماراتو، اسرائیلو، امریکا، فرانسې ، بریطانیه او ځینو نورو عربواواروپايي هیوادونو رامینځته کړي دي او ترهګرو ته هرډول مرسته ورکوي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbafb8srhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته