کورنيو چارو وزارت د غزني پخوانی امنيه قوماندان زړور خان زاهد د ننګرهار د نوي امنيه قوماندان په توګه ټاکلی دی.
کورنيو چارو وزارت د غزني پخوانی امنيه قوماندان زړور خان زاهد د ننګرهار د نوي امنيه قوماندان په توګه ټاکلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي زاهد به ډير ژر دې ولایت کې د امنیه قوماندان په توګه خپله دنده پيل کړي.
تر دې مخکې فضل احمد شېرزاد د ننګرهار امنيه قوماندان و.
زړور خان "زاهد" تر دې وړاندې د غزني او پکتيکا ولايتونو د امنيه قوماندان په توګه دندې تر سره کړې دي.