د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د شهید حاجي اسحاق ګردېزي د کورنۍ غړیو او د پکتیا ولایت مشرانو ته د ارواښاد د شهادت تسلیت ووایه.
ډاکټر سیدعلي شاه موسوي د حاجي اسحاق ګردېزي د کورنۍ په استازیتوب د شهید ګردېزي د شهادت د پېښې د څېړنې په موخه د باصلاحیته پلاوي د ګومارلو او د قاتلانو د نیولو او مجازاتو غوښتنه وکړه.
ښاغلي موسوي وویل، امنیت زموږ حق دی او حکومت دې د امنیت د تامین په موخه د غیر مسوولو وسله والو کسانو او له نظامي یونیفورم څخه د ناوړه ګټه اخیستنې مخه ونیسي.
جمهور رئیس غني وویل، شهید حاجي اسحاق ګردېزی زما نږدې دوست وو، د هغه غم زما غم دی، کورنۍ او د پکتیا ولسونو او مشرانو ته د نوموړي د شهادت تسلیت وایم.
محمد اشرف غني د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمدګلاب منګل په مشري د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت د عمومي ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د استازو ګډ پلاوي ته دنده وسپارله چې د شهید حاجي اسحاق ګردېزي د شهادت قضیه په دقیقه توګه وڅېړي.
جمهور رئیس یاد پلاوي ته لارښوونه وکړه، چې د ګردېز ټولې ملکي او نظامي ادارې دې دقیقې وڅېړي. هغه په ټینګار وویل، که په یاده قضیه کې د کوم امنیتي مسوول وظیفوي غفلت تثبیت شي، نوله دندې به لیرې او مجازات به شي.
جمهور رئیس غني د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین جنرال عبدالرحمن رحمان ته دستور ورکړ، چې په ګردېز ښار کې د غیر مسوولو وسله والو د مخنیوي په موخه دې جدي اقدام وکړي.
د هېواد جمهور رئیس د شهید حاجي اسحاق ګردېزي له کورنۍ څخه وغوښتل چې که د یادې قضیې په اړه خاص معلومات لري، نو له یاد پلاوي سره دې شریک کړي.
جمهور رئیس غني وویل، هغوی چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري، قومي مشران، دیني علما، ښځې، ماشومان او بې ګناه هېوادوال شهیدانوي، د عدلي او قضایي ارګانونو د پرېکړو په اساس به د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي