دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۵:۳۸
د مطلب کود : 138149
فرانسې له افغان دولت سره څه باندې ۶۱ میلیون یورو مرسته وکړه
د ماليي وزارت مسوولین وايي، د فرانسې هېواد له افغان دولت سره څه باندې ۶۱ میلیون یورو مرسته وکړه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، په کابل کې د فرانسې د سفیر او د مالېې وزارت ترمنځ د ۶۱،۵ میلیون بلاعوضه مرستې تړون لاسلیک شو.
د ماليې وزیر وايي، چې دغه مرسته به د کابل او کاپیسا په اقتصادي، کرنې، انرژۍ، روغتیا او پوهنې په برخو کې ولګول شي.
د مالېې وزیر اکلیل حکیمي وایي، له دغو پیسو به ۲۰،۵ مییلو ن د انرژۍ، ۲۵،۴ میلیون د کرنې، ۹،۷ میلیو ن د روغتیا او پاتي ۴ میلیو ن د پو هني په برخه کې ولګول شي.
نوموړی زیاتوي؛ هڅه به وشي، چې په سیمه ییزه کچه اقتصادي بنسټو نه هم پیاوړي شي.
د یادوني وړده، چې فرانسي له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۶ کالو نو پورې ۲۳۲ میلیون یورو له افغانستان سره مرسته کړې ده.
https://avapress.com/vdcbawb89rhbf8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته