دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 116233
ناټو د افغانستان د برېښنا له سکتور سره د دوه سوه میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه
د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان یا ناټو د افغانستان د برېښنا له سکتور سره د دوه سوه میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

دا مرسته په دریو کلونو کې د افغانستان برېښنا شرکت ته ورکول کیږي چې له امله به یې د افغان پوځیانو اډو ته برېښنا ورسیږي او په لوړه بیه د ډیزلي جنراټورنو د برېښنا کارونه بند کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې دا د هېواد لپاره یوه اساسي مرسته ده او کولای شي چې د پوځي اډو تر څنګ په راتلونکي کي ګڼو سیمو ته هم برېښنا ورسوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی هم دغه پروژه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ډېره مهمه وګڼله او ویې ویل چې مونږ په ټول هیواد کې خپل سیسیتم، عملیاتو او ادارو لپاره یوې با ثباته برېښنا ته اړتیا لرو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbf0b8frhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته