دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۳:۴۷
د مطلب کود : 136835
‌د ملي امنیت منسوبینو په خوست کې دوه وسله وال کسانو نیولي دي
امنیتی چارواکی وایی، ‌د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو په خوست کې د حقاني شبکې دوه وسله والې ډلې نیولې دي.
د ‌افغان‌ غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، ‌د افغانستان د ملي امنیت په دي اړه څه ندي ویلي، خو راپورانه وایی دغه وسله وال د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د ملي امنیت لوي ریاست نه په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه وسله والو شمېر ۳۱ تنه ښودل شوی دی.

په خبرپانه کي راغلي دي، چې د یاد ولایت په مرکز او اړوند سیمو کې په ورانکارو فعالیتونو بوخت وو.

سرچینو زیاتیویی، چې له دغو کسانو سره یو شمېر مهمات هم لاس ته راغلی دي.

خو وسله والو تر اوسه په دي اړه څه ندی ویلی.
https://avapress.com/vdcbf0b8srhbfwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته