دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 88693
مستغني: ډېر ژر به د چابهار بندر په اړه یو درې اړخیز موافقه لاسلیک شي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د افغانستان، ایران او هند ترمنځ به ډیر ژر د چابهار له بندر څخه د ګټې اخیستو په اړه یوه درې اړخیزه موافقه لاسلیک شي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغنی وايي چې؛ په دې موافقې سره به افغانستان د ایران د چابهار بندر له لارې د هند ممبۍ ته ټرانزیټي لاره پیدا کړي:
"د درې اړخیزې توافقنامې مسوده د افغان حکومت له لوري وروستۍ شوې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر له لارې د هند له مومبۍ سره د افغانستان د نښلېدو په هدف امضاء شي."
یو شمیر سوداګر وايي، د ایران په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي؛ نو د ټرانزیټ په برخه کې به پر پاکستان به د افغانستان اتکا راکمه شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbf0bw.rhbw9p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته