دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 122533
افغان حکومت دې په کوردننه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي
ملګري ملتونه وايي، افغان حکومت باید په کور دننه افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

یو.ان.ډي. پي یا د ملګروملتونو پراختیايي اداره په افغانستان کې د فقر د لمنځه وړلو لپاره د حکومت له لوري افغان ځوانانو ته د کارې زمینې برابرول مهم بولي.

په ورته وخت کې افغان حکومت هم دا مني چې بې کارۍ افغان ځوانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي خو ژمنه کوي چې په دې برخه کې یو لړ پلانونه لري چې په عملي کیدو به یې تر یو بریده دغه ستونزه حل شي.

یو.ان. ډي. پي یا د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په دوه زره پنځلسم کال کې په افغانستان کې د بیا رغونې او کاري فرصتونو په برخه کې خپلې ارزیابي له رسنیو سره شریکې کړې.

د دې ارزیابۍ له مخې په افغانستان کې د بې کارۍ ستونزه جدي او دغې چارې افغان ځوانان له بېلابېلو ستونز مخ کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د (یو.ان. ډي. پي) ادارې مسول ډاګلاس کي د سې شنبې په ورځ کابل یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم په افغانستان کې روانو شخړو د بیا رغونې او کاري فرصتونو مخه ډب کړې خو حکومت باید د کاري فرصتونو په رامنځته کیدو کې ګام پورته کړي:

"نور په نړۍ کې له دې سیسټمه چې د نورو هېوادونو او مرسته کوونکو په واسطه د خپل اقتصاد او نورې مهمې چارې سمبال کړې کمه شوی ده، په افغانستان کې حالت څه قسم دی دلته هم وضعیت ښه نه دی ښاغلی درانی او د کار او ټولنیزو چارو وزیر پرې ښه پوهیږي باید په دې برخه موثر ګامونه پورته شي."

ملګري ملتونه په داسې حال کې له افغان حکومته د کاري فرصتونو د رامنځته کیدو غوښتنه کوي چې وړاندې ولسمشرمحمد اشرف غني دا ویلي چې د افغان ځوانانو لپاره به په هېواد کې د کار زمینه برابره کړي.

له بلې خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت تازه له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې شاوخوا یو پنځوس زره دولتي خالي پوسټونه موجود دي چې د استخدام لړۍ یې روانه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیرنصیر احمد درانی چې یادې خبرې ناستې ته یې د افغان حکومت په نماینده ګۍ خبرې کولې په افغانستان کې بۍ کارۍ جدي ستونزه وبلله خو دا یې هم وویل چې حکومت په دې برخه کې بې غوره نه دی:

"موږ د بېلابېلو پروګرامونو له لارې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې چې ښه بیلګه په لرو پرتو سیمو کې د زارعت په برخه کې ده چې د همدغه پروګرام له لارې مو تقریباً یولس زره کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر کړي دي."

افغان حکومت په داسې حال کې ځوانانو د کاري فرصتونو د رامنځته کیدو ژمنه کوي چې لا هم هره ورځ لسګونه ځوانان د بې کارۍ او نورو ستونزو له کبله د هېواد پرېښدو ته اړ کیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې کارته د ۱۴ میلونه اماده کسانو له جملې څخه اوه میلیونه غیرې فعال دي او په نورو اوو میلیونو کې نه دیرش فیصده په بشپړه توګه وزګار دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcbf5b8frhb5sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته