دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 101437
لوګر کې موټر بم چاودنه، نهه افغان سرتېري وژل شوي

د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ کې نن ( شنبه - لړم لسمه ) غرمه نژدې دوولس بجې د محلي پولیسو پر یوې پوستې موټر بم برید شوی، چې پایله کې یې شپږ محلي پولیس او د افغان ملي پوځ درې منصوبین وژل شوي دي.
د لوګر والي ویاند دین محمد دروېش بي بي سي ته وویل پېښه کې نژدې ۲۰ ملکي کسان هم ټپیان دي، چې وايي شپږ کسه پکې ماشومان دي.
د ښاغلي دروېش په وینا د چاودنې له کبله درې کورونو او یوه جومات ته هم زیان اوښتی، چې وايي ټپیان شوي ملکي کسان په دغه جومات او کورونو کې د چاودنې پر مهال موجود وو.
د نوموړي په وینا د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
لوګر د افغانستان پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت ولایت دی، چې دا وروستیو کې پکې د ناامنیو پېښې ډېرې شوې دي.
د تېرې اکتوبر میاشتې په نیمايي کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د یاد ولایت پر څرخ ولسوالۍ پراخ برید وکړ، چې د ودانۍ پر ولسوالۍ او امنیتي پوستو هممهاله پیل شو.
د ځايي چارواکو په وینا هغه برید کې سلګونو وسله والو برخه درلوده، چې په وینا یې دواړو لوریو ته پکې مرګژوبله هم واوښته، خو هغه مهال چارواکو د تلفاتو کره شمېرو په اړه څه نه و نه ویل.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbf8b8zrhbgap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته